مولانا فضل الرحمن اسلام اباد کې 'ازادۍ مارچ' پای ته ورساوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارچ ګډونوالو ته د وینا پرمهال. ۱۲م نومبر

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارچ برخوالو ته د پلان ب په ډاګولو پر مهال وویل چې دوی د هېواد نورو برخو ته له خپلو کارکنانو سره په ملتیا د حکومت ختمولو په موخه خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

نوموړي په خپله وینا کې وویل، د حکومتي کړیو دا خیال دی چې که دوی له دې ځایه پورته شي نو کار به یې اسان شي خو نوموړي وویل چې اوس به په هره کوڅه او هر ښارګوټي کې حکومت په پرامنه احتجاج رانیسي.

د ازادۍ مارچ برخوال خپلې خېمې ټولوي

مولانا فضل الرحمن وویل چې پر بل محاذ به خپله مبارزه هم په سوله ییزه توګه پرمخ بیايي. هغه وویل د ده دا مبارزه د ځان یا د خپل ګوند لپاره نه بلکې د ټولو هېوادوالو لپاره ده.

د جمعیت علمای اسلام مشر وویل چې د خپل احتجاج له کبله د خلکو ورځنی ژوند په مشکل کې کړي بلکې دوی به خپل احتجاج پر لویو لارو پیلوي.

مولانا فضل الرحمن وویل چې د پاکستان پخواني وزیر اعظم نواز شریف په بهر کې د علاج په باب حکومت له هغه سره ډېر د بداخلاقۍ چلند کوي. اپوزېشن ټول له نواز شریف او د هغه له خاندان سره دی او شریف سره د حکومتي چلند سخته غندنه کوو.

بلخوا د جميعت علما اسلام (ف) په مشرۍ اپوزيشن د احتجاج په توګه د کوټې ـ چمن لار د هرقسمه تګ راتګ پر وړاندې تړلې وه.

د نومبر پر ۱۳مه د ازادۍ مارچ پلویانو د کوټې چمن لار وتړله.

په سيمه کې د مشال رېډيو خبريال وايي چې په سېد حميد کراس د جميعت علما اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پلويانو له نن سهار راهيسې دغه لار چې تر افغانستانه تللې، تړلې ده. د دې احتجاج سره له کراچۍ څخه د چمن د لارې افغانستان ته کېدونکی افغان ټرنزټ ټرېډ او ناټو سپلايې هم درېدلې. دا روسته له هغو چې د جميعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان پرون په اسلام اباد کې د اپوزيشن ګوندونو احتجاجي ناستې ته وويل چې سر له ننه به د احتجاج پر دويم پلان عمل کوي:

په اسلام اباد کې د پاکستان د مرکزي حکومت پر ضد د جمعيت علما اسلام ف په مشرۍ د اپوزيشن ګوندونو احتجاج نن په ۱۴مه ورځ هم دوام لاره چې په خپله نننۍ وینا کې یې مولانا فضل الرحمن په دغه ښار کې د پای ته رسولو اعلان وکړ. اپوزيشن ګوندونه دريځ لري چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ حکومت په درغلۍ راغلی نو وزيراعظم بايد مستعفي شي خو حکومت ددرغليو تورونه ردوي او وايي وزيراعظم عمران خان به هيڅکله د دوی پر غوښتنه استعفا ورنکړي.

اسلام اباد کې د ازادۍ مارچ برخوال خپلو سیمو ته ستنېږي.

په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې ختمولو پس د ازادي مارچ منتظيمونو پر اېچ ناين سېکټر او پر کشمير لویې لارې (های وې) لګېدلې خيمې لیرې کړې او د بلوچستان، سیند، پنجاب او د خیبر پښتونخوا قافلې هم خپلو سيمو ته روانې شوې دي.

وړاندیني راپورونه

په سېشنبه د جمعيت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان ويلي ول چې له چارشنبې به د احتجاج پر دوهم پلان عمل کوي.

نوموړي دا اعلان بېګا ماسخوتن په اسلام اباد کې د هغه په مشرۍ د اپوزيشن ګوندونو احتجاجي ناستې ته وکړ.

نوموړي پر دې مهال زياته کړه چې د پلان بي تفصيل به نن اپوزيشن ګوندونه بيانوي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د پاکستان وفاقي حکومت پرضد د جمعيت علما اسلام ف په مشرۍ د اپوزيشن ګوندونو احتجاج نن په ۱۴مه ورځ هم دوام لري.

مولانا فضل الرحمان او اپوزيشن ګوندونه دريځ لري چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت په درغلۍ راغلی نو وزيراعظم بايد مستعفي شي او له سره انتخابات وشي، خو حکومت ويلي چې وزيراعظم عمران خان به هيڅکله د دوی پر غوښتنه استعفا ورنکړي.

د اکتوبر ۳۱مې نېټې راهيسې په اسلام اباد کې روان په 'ازادي مارچ' کې د ګډونوالو شمېره چې د ورځې لږه کمه وي خو ماښام بيا له مختلفو ځايونو څخه خلک جلسه ګاه ته ورتګ پیل کړي او تر ناوخته بيا د مولانا فضل الرحمن، محمود خان اڅکزی او د ځينو نورو مشرانو ويناګانې اووري.

دا هم وګورئ: مولانا فضل رحمان وايي واکمنانو قبایل له پامه غورځولي

د نومبر پر ۱۱مه مولانا فضل الرحمن يو وارې بيا په موجوده حکومت په ټکونه کولو سره وويل د درغلۍ په نتيجه کې راغلې دا حکومت پرې په زوره هېڅ څوک نشي منلی او وخت راغلی چې دوی کور ته ولېږو.

د نوموړي وينا وه موږ به په راتلونکې کې چې کومو فېصلې کوو نو لوجې به يې پر دې حکومت نورهم دباو زياتوو که حکومت ګڼي چې داخلک به له دې ځايې پاسيږي اوکورونو ته به ولاړ شي نو په غلط فهمۍ کې دې نه اوسيږي موږ به يې د ايين او قانون په دايره کې دننه په هرځايې کې مقابله کوو د پاکستان مرکزي بېنک چې الېکشن کميشن ته کوم راپور ورکړې و نو پکې يې ويلي و چې تحريک انصاف ګوند د خپلو۲۰ نه زياتو اکاونټونو حساب الېکشن کميشن ته نه دې ورکړی نو ياد کميشن له خپلې ذمه واريانې پوره کول پکار دي.

غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، د حکومت پروړاندې د اسلام اباد دغه احتجاجي غونډه به ډېر ژر د هېواد نورو سیمو ته وغځوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ترهګرۍ په نامه د خلکو اوچتول ودروئ: مولانا فضل الرحمن


د ذکر ده چې د پاکستان د ټاکنو کمېشن، حکمران ګوند او د پاکستان پوځ تيرو وختونو کې په وار وار ويلي و چې په ۲۰۱۸ م کال کې شوي انتخابات پاک او شفاف و او حکمران ګوند دريځ لري که له اپوزيشن سره د درغلۍ څه ثبوتونه وي نو اليکشن کميشن سره دې رابطه وکړي.

بلخوا د وزيراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان د نومبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل ما د مولانا صېب مرکه اورېدله او وينا يې وه که موږ د وزيراعظم نه استعفې نشو اخيستې نوهغې ته ورته څه دې راکړې شي نو زه ورته ويل غواړم چې څلور کاله نور د انتخاباتو انتظار وکړئ ځکه چې موجوده وخت کې پاکستان ته د عمران خان ډېر ضرورت دې.

د جميعت علمای اسلام يو مخکښ اکرم خان دراني تير ماسخوتن رسنيو ته وويل د ازادي مارچ پلان بي B عملیکولو لپاره يې د ګوند مرکزي مشرانو غونډه په اسلام اباد کې وشوه چې نن په دوهمه ورځ به هم دوام لري.