اعظم سواتی: د حافظ حمدالله شهریت حکومت نه دی ختم کړی

اعظم سواتی

پراګ - د پاکستان پارلماني چارو وزیر مملکت او په سېنېټ کې د واکمن تحریک انصاف پارلماني مشر اعظم خان سواتي ویلي، د حافظ حمدالله شهریت حکومت نه دی ختم کړی.

د پاکستان سرکاري راډیو پر خپله ویب پاڼه لیکلي دي چې اعظم خان سواتي د نومبر پر ۱۲مه سېنېټ ته په وینا کې ویلي چې د حکومتي کابینې تر څنګ وزیرا عظم عمران خان هم د پخواني سېنېټر حافظ حمدالله د شهریت پر ختمولو خپګان ښودلی دی.

حافظ حمدالله

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد های کورټ له خوا د پاکستان شناختي کارډ جوړونکې ادارې - نادار - ته په دې اړه د ځواب ورکولو لپاره ورکړل شوی د دوو اونیو وخت پای ته رسېږي چې ولې یې د حافظ حمدالله شهریت ختم کړی وو.

حافظ حمدالله مشال راډیو ته وویل ، حکومت دې په دې اړه وضاحت وکړي چې د ده د شهریت ختمولو لپاره 'نادرا' ته لیک چا لېږلی وو.

ده وویل، "چې حکومت نه دی لېږلي نو بیا نادرا د کورنیو چارو تر وزارت لاندې ده که نه د چا په واک کې ده، دا ځواب خو به حکومت ورکوي چې دا شهریت ولې ختم شو او پر کوم بنیاد ختم شو؟"

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان شناختي کارډ جوړولو ادارې د روان کال د اکتوبر پر ۲۷مه د پاکستانیو مطبوعاتو د څار ادارې پیمرا ته په یو لیک کې ویلي وو چې حافظ حمدالله پاکستانی نه دی او نور یې د ټي وي خپرونو ته مېلمه نه کړي.

خو د اسلام اباد های کورټ نه یوازې د اکتوبر پر ۲۹مه د نادرا پرېکړه لغوه کړه او د حافظ حمدالله پاکستانی شهریت یې بحال کړ بلکې نادرا ته یې دوې اونۍ وخت ورکړ چې په دې اړه وضاحت وړاندې کړي.

دا هم وګورئ: عدالت د حافظ حمدالله شهریت ختمولو پرېکړه وځنډوله

د اسلام اباد های کورټ له وکیل اېډوکېټ عبدالرحیم وزیر څخه مې وپوښتل چې په پاکستان کې د یو چا د شهریت ختمولو لپاره کوم شرایط پوره کول ضروري وي؟

هغه وویل، "د پاکستان په اساسي قانون کې د شهریت یو خپله ماده ده، په هغه کې لیکل شوي دي که یو څوک د غلطو اسنادو پر اساس د پاکستان شهریت اخیستی وي یا له ملک سره وفاداره نه وي او یا هم د جنګ په وخت کې له مخالف هېواد سره ودري نو دا یې د شهریت ختمېدو سبب کېږي."

حافظ حمدالله وايي، دی په ۱۹۶۸م کال کې د بلوچستان یوې پښتون مېشتې سیمې د قلعه عبدالله ضلعې د چمن ښار په حاجي حسن محله کې زېږېدلی وو.

نوموړی د جمعیت علما اسلام په مرکزي مخکښانو کې راځي. دی نه یوازې د بلوچستان د صحت وزیر پاته شوی بلکې پنځه کې د پاکستان د سېنټ غړی هم اوسېدلی دی.