د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
دا اوونۍ مو د خيبرپښتونخوا د ملاکنډ له يوه پېژندلي سندرغاړي سردار يوسفزي سره خبرې کړې دي.
نوموړي پر نوي البم کار پيل کړی چې ټول شعرونه يې هم د ملاکنډ د يوه نوميالي شاعر ارواښاد ډاکټر عبدالخالق زيار دي.
د يوسفزي په خبره، کمپوزونه يې له روايتي سازونو سره ويلي او هيله من دی چې د پښتو موسيقۍ مينه وال به يې خوښ کړي.
د سردار يوسفزي دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ،
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.