د مومندو خلک نهر جوړولو ته خوشحاله دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مومندو کې د شهید بانډې، پټۍ بانډې او میا پټي اوسېدونکي وايي، د مومندو ډېم د دوی ۳۲۰۰۰ جریبه ځمکو ته د نهر په ایستلو ډېر خوشحاله دي چې د اوبه خور محکمې لخوا جوړېږي. ځايي ولس وايي چې دغه نهر ته يې څه باندې ۴۰ کاله انتظار کړی دی. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.