د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت پرضد د تګلارې جوړولو لپاره سبا ګڼ ګوندیزه غونډه رابللې ده.
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د یاد ګوند غړي مفتي عبدالشکور بېګا مشال راډیو ته وویل چې دا غونډه به په اسلام اباد کې وي.
نوموړي وویل چې دوي د سیاسي ګوندونو مشرانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت علما اسلام ف په مشرۍ کې اپوزېشن ګوندونو لومړی په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو ، بیا یې د ملک لوی سړکونه تړلي وو او بیا یې په ضلعو کې د احتجاجونو اعلان کړی وو.
دوي وايي ، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی وو او استعفا دې وکړي.
خو حکومت د درغلیو تور ردوي او وايي چې استعفی ورکول غیر جمهوري کار دی او دوي به دا ونه کړي.