د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی شمالي افغان دی.
ده په وروستيو کې د "کوک سټوډيو" په نوم د موسيقۍ په يوه مشهوره خپرونه کې پښتو سندره وويله.
دی وايي، د خپل پلار استاد شاه ولي په لارښونه او دعا يې عزت ترلاسه کړ او لا هم وهڅېد چې په پښتو موسيقۍ کې نوې تجربې وکړي.
شمالي افغان له ځوانو سندرغاړو هيله کوي چې موسيقي له استادانو ياده او د خپلو سندرو لپاره ښه شعرونه انتخاب کړي.
د نوموړي دا خبرې او د "کوک سټوډيو" سندره يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.