د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مخکښې ثنا اعجاز (د خان شهيد په نظر کې د مېرمنو د سياسي او ټولنيز کردار ارزښت) تر سرليک لاندې يوه ليکنه کړې.
دا کاږي چې د ملتپاله سیاستوال خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د سياسي بصيرت، لرلید، صحافت او په تېره د پښتو ژبې لپاره د هغه په خدماتو په بېلابېلو ژبو کې ډېرې ليکنې شوې دي خو د مېرمنو د حقونو په اړه د نوموړي څرګندونې او عملي اقدمات تر ټولو زيات ارزښت لري. ړومبی تاسو پر دې خبروم، خان شهيد به له خپلې لور سره چې وليعهد نومېدله ډېره مېنه درلوده او په دې او څلورو واړو زامنو کې يې هېڅ توپير نه کاوه.
که څه هم هغه وخت په ګلستان کې د جينکو سکول نه وو خو خان شهيد خپله لور د ګلستان د هلکانو سکول ته د زده کړو لپاره ولېږله او هغې له (ګلستان ګورنمنټ بوايز سکول) څخه تر لسمه (مېټرک) پورې تعليم وکړ. سکول ډېر لیرې وو نو وليعهد به سکول ته په سايکل تله راتله خو بيا يې د مور بي بي د ناروغۍ له وجې خپلې زده کړې جاري و نه ساتلې.
د خان شهيد لخوا مېرمنو ته د درنښت ورکولو اندازه د نوموړي له کتابه ((زما ژوند او ژوندون)) نه هم مالومېږي. خان شهيد د خپل کتاب پیل د خپلې مور له نومه کوي او د خپل پلار ذکر وروسته کوي. نوموړی ليکي چې (زما د مور نوم دلبره او د پلار نوم مې نورمامد خان دی.)
خو په پښتنه ټولنه کې نن هم يو سړی نه غواړي چې د پردیو خلکو تر مخ د هغه د خویندو او میندو نومونه واخیستل شي. خان شهيد په خپل کتاب کې له مېرمنو او په ځانګړې توګه له کونډو سره د امتيازي رواياتو يادونه کړې او دا يې بد ګڼلي دي. خان شهيد په خپل کتاب کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د ځينو رواياتو لکه د ښځو او سړو ګډ اتڼ او ګډو ناستو يادونه او پر دې د ملايانو اعتراضونو ته کتنه کړې.
پر خپلې لور ولیعهد د باور او اعتماد نتيجه وه چې کله به خان شهيد جېل ته ولاړی نو د محمود خان اڅکزي په ګډون د نورو وروڼو د تعليم او تربيت خيال به وليعهد ساتلو. نوموړې به د کور ماشومانو ته قران پاک او پښتو ژبه هم ښودله. د کور مهمې اقتصادي چارې به هم وليعهد خور بي بي سمبالولې. پر دې سربېره نوموړې به د خپل پلار کپړې هم پخپله ګنډلې.
که په سياست کې د ښځو پر ارزښت خبره وشي نو خان شهيد به په سياسي سفرونو کې خپله لور له ځان سره بیوله. ولیعهد له خپل پلار عبدالصمد خان اڅکزي سره د افغانستان په سفر کابل ته هم تللې وه او پر ټولنینزو رسنیو دغه تصویر ډېر ترسترګو کېږي. نوموړي به له زندانه هم له خپلې لور سره د خطونو له لارې مالومات شريکول.
همداراز د خان شهيد لومړی سياسي سازمان (انجمن وطن) چې په ۱۹۳۸ ز کال کې يې بنياد ايښودل شوی وو، هدف يې د پښتنو او بلوڅانو سياسي روزنه او له بریتانوي سامراجه ازادي ترلاسه کول وو. د دې سازمان په غونډو کې به ښځو هم برخه اخیسته. ليکوال شوکت ترين په خپل کتاب ((تحريک ازادي)) کې ليکي چې د انجمن وطن غونډې به د شپې تر يوې بجې پورې روانې وې چې پکې به ښځې هم وې.
د خان شهيد اڅکزي په څېر پښتنو مشرانو له ننه څلوېښت کاله مخکې د ټولنې ناوړه رسمونه نه يوازې خراب وګڼل بلکې په خپل تحريک کې يې خپله لور او نورې مېرمنې هم شاملې کړې خو اوس د نوموړي په تحريک کې شاملې ښځې پارټۍ او پارلمان ته په تلو بريالۍ شوې دي خوهغه کردار چې دوی یې باید ادا کړي د هغه نه شي ترسره کولی.
ثنا اعجاز لیکې دومره نهیلي هم نه ده. د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د سنځاوۍ ځوانه غړې وړانګه لوڼۍ چې له خپل ولس سره بې کچه همدردي او مينه لري هغه پېغله ده چې د خان شهيد د قافلې له غړیو سره د يوځای تلو جوګه ده.
پښتنه ټوله چې د خان شهيد او باچا خان په څېر مشران پکې پاتې شوي بيا پکې هم مېرمنو ته پر ټولنه د ځان منلو لپاره ډېر څه کول دي. او دا ډېر ضروري ده ځکه که د يوه ولس یا قام په پرمختګ او ازادۍ کې که ښځې برخه وانخلي نو غلامي يې ختميږي نه بلکې لاپسې زياتيږي.