بلاول:حکومت ته د پوځ مشرملازمت اوږدولو قانون جوړول اسانه نه دي

بلاول بوټو زرداري

د پاکستان اپوزېشن ګوند پيپلز پارټي شريک مشر بلاول بوټو زرداري وايي د پوځ د دندې مودې غځولو لپاره د قانون جوړول يو لوی امتحان دی.

نوموړي د دسمبر په دوهمه نېټه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل حکومت د اپوزېشن سره خبرو لپاره يوه کمېټه جوړه کړې ده خو د مخالفو سياستوالو سره د وزيراعظم عمران خان رويه سمه نه ده.

نوموړي د وزيراعظم عمران خان حکومت د پاتې کېدو په اړه هم شک وښود او وې ويل: ((په کومه طريقه چې زموږ وزیراعظم روان دی نو زما په خیال لومړی به نوی وزیراعظم راځي بيا به آييني ترميمونه کېږي. داسې ښکاري چې وزيراعظم صیب سياسي همغږي رامنځته کول نه غواړي. عمران خان اپوزېشن د ځان مخالفه کوي. ماته ډېر مشکله ښکاري چې دا حکومت به اپوزېشن يوه خوله کړي. يا دې قانوني ترميم وکړي. بيا دا هر څه په شپږو مياشتو کې! دا د عمران خان حکومت لپاره يو لوی ټيسټ دی. د هغه له خبرو معلومېږي چې غېرسنجيده وزيراعظم دی. د ده د کردار له وجې پر هرې ادارې منفي اغېز شوی دی!))

د پاکستاني پوځ د مشر جنرل قمر جاويد باجوه د ملازمت درې کلنه موده د نومبر په نهه ويشتمه ختمېدله خو حکومت غوښتل هغه درې کاله نور پاتې شي. پر دې مسله عدالت حکم وکړ چې حکومت دې په شپږو مياشتو کې دننه د پوځ مشر د دندې اوږدولو په اړه قانون سازي وکړی.

حکومت اپوزېشن سره خبرو لپاره يوه درې کسيزه کمېټې جوړه کړې ده خو د جماعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د دسمبر په دوهمه په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې په درغليوو راغلی حکومت او پارليمان دا قانون نه شي جوړولی.

هغه زياته کړه: ((د دسمبر مياشت د دې حکومت اخري مياشت ده. دوی وايي پارليمان به قانون جوړوي. بيلکل دې يې جوړ کړی خو جايز او د خلکو منتخب حکومت دې يې وکړي. دې پارليمان ته د قانون جوړولو حق نشته. پر داسې حساسې مسلې خو بيخي حق نه لري.))

د تحريک انصاف حکومت غړي په ټاکنو کې درغلي او د حکومت چپه کېدل نه مني. د اپوزېشن مشران عمران د پوځ له خوا غوره شوی يا سيليکټيډ وزيراعظم بولي خو هغه او چارواکي يې دا ردوي. دوی وايي پوځ ورسره په مسايلو کې همغږی دی چې اپوزېشن پرې بدنيتي کوي.

د پاکستان په اړه د څو مشهورو کتابونو ليکوال او څيړونکی احمد رشيد وايي اوسمهال چې پوځ څه غواړي هغه کېږي. ((اوسمهال پوځ ملک چلوي. پارليمان او ملکي حکومت هغه څه کوي چې پوځ يې غواړي. او پوځ د جنرل باجوه د دندې غځېدل غواړي. اوس په اول ځل عدالت د دې کار لپاره د قانوني بنياد غوښتنه کړې ده. دا ډېره ويجاړوونکې ده.))

د پاکستان پوځ ويا ميجر جنرل اصف غفور د اکتوبر په مياشت کې په يوه خبري غونډه کې په سياست کې د دوی د مداخلې په اړه مخ پر زياتېدونکې اوازې رد کړې وي. هغه ويلي وو چې د ملکي حکومت سره د مسايلو په ختمولو کې مرسته کول حکومت کول نه دي.