د افغانستان جاپانی خدايي خدمتګار ووژل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ډاکټر تيتسو ناکامورا چې خلکو به خدايي خدمتګار باله، د دسېمبر پر څلورمه په جلال اباد کې يو وسله وال بريد کې ووژل شول. هغه په ننګرهار کې د يو کانال په تېرولو سره په زرګونو هتکاره شاړې ځمکې خړوبې کړې وي. پارکونه يې جوړ کړل او کرهڼیزه ځمکې يې ډېرې کړي. ناکامورا ته د هغه د ښو خدمتونو لپاره د افغانستان شهریت یا تابعيت هم ورکړل شوی وو. نور تفصيل یې په دې ويډيو کې وګورئ. راپور او ايډيټ: بشير ګواښ او هدايت سلطاني. ويډيو: اې پي او رويټرز