د پاکستان په پارلمان کې قانون سازي ولې نه کېږي؟

د پاکستان پارلمان

پراګ - د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اپوزشن ګوندونه وايي، د پارليماني چارو پرمخ وړلو په وړاندې لوی خنډ واکمن تحریک انصاف ګوند دی.

دا په داسې حال کې ده چې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزشن او واکمن ایتلاف ترمنځ پر ځينو قوانينو د اختلاف له کبله د قانون سازۍ عمل درېدلی دی.

حکومت تېره میاشت د دې له کبله یو شمېر ولسمشریز فرمانونه جاري او منظور کړي وو خو وروسته یې د اپوزېشن د احتجاج له کبله بیرته اخیستي وو.

د دې ترڅنګ په پارليمان کې د انتخاباتي کميشن د نوي مشر ټاکلو په اړه هم د حکومت او اپوزشن ګوندونو ترمنيځ اختلافات دي.

په قامي اسمبلي کې د مسلم لیګ ن غړي عباد الله خان مشال راډيو ته وويل چې حکومت د پارليمان چلولو ذمه واري سر ته نه رسوي.

عباد الله خان زياته کړه چې د اپوزشن ګوندونو مشر په پارليمان کې واکمن ګوند ته څو ځله قانون سازي او په نورو چارو د مرستې وړانديز ورکړی و خو حکومت خبرو ته تيار نه دی.

په قامي اسمبلۍ کې د اپوزېشن یو بل ګوند جمعيت علما اسلام ف غړي زاهد دراني مشال راډيو ته وويل چې د انتخاباتي کميشن د مشر ټاکنې په اړه اختلافات موجود دي.

خو په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي شير اکبر خان مشال راډيو سره په خبرو کې د اپوزشن ګوندونو دا تورونه رد کړل.

ده وویل دا سمه نه ده چې ګواکې حکومت په پارليمان کې د قانون سازۍ لړ کې خنډونه راپورته کوي.

دوي وويل چې حکومت کله هم يو بل يا ارډيننس ايوان ته وروړي نو اپوزشن ګوندونو يې مخالفت کړی دی.

د پاکستان اليکشن کميشن د مشر موده د دسمبر په پنځمه ختمه شوه خو حکومت او اپوزشن ګوندونه د نوي مشر پر ټاکنې سلا نه شول.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکي هارون رشيد مشال راډيو ته وويل چې اپوزشن ګوندونه به په پارليمان کې د نوي اليکشن کمشنر او د پوځ د مشر ملازمت مودې غځولو په اړه جلا جلا تګلارې خپلوي.

هارون رشيد زياته کړه چې په پارليمان کې د پوځ د مشر د ملازمت مودې غځولو په اړه به اپوزشن او حکومت دريځ يو وي.

د سیاسي چارو پوهان وايي چې په پارليمان کې موجوده حکومت له تير يو نيم کال راهيسې هغه شان قانون سازي نه ده کړې چې څه رنګه پکار وه.