هند: د شهریت قانون کې د بدلون پرضد مظاهرې

د هند په شمال ختيځ کې د سه شنبې په ورځ خلکو د يوولسو ساعتونو لپاره کوڅې بندې کړې وي. دوی د هغه قانوني مسودې پرضد مظاهره کوله چې له مخې يې له تعصب سره مخ د پاکستان، افغانستان او بنګله دېش هندوانو او نورو مذهبي لږکيو ته هندي شهريت ورکول کېږي.

فرانس پريس خبري اژانس ليکلي چې په نورو مذهبي لږکيوو کې بودایان، عیسايان، پارسيان او جين مت وال شامل دي. مسلمانان پکې نشته.

دا بيل د هند په ولسي جرګه يا لوک سبا کې منظور شوی خو ايوان بالا یا راجيا سبا يې لا منظوري نه ده ورکړې. د دسمبر په لسمه په پارليمان کې د حکومتي غړو له خوا د دې بيل د وړاندې کولو پر مهال اپوزېشن ګوندونو نعرې ووهلې خو د لږو رايو له کبله يې د منظوريدو مخه ونه شوای نیولی. د دې بيل په ملاتړ کې ۳۱۱ او په مخالفت کې يې اتيا رايې واچول شوې.

د هند بيلابېلو ايالتونو کې سړکونو ته راوتلي مظاهره چيان دريځ لري چې که دا بيل په قانون بدل شي نو دې سره به له ګڼو هېوادونو هندوان او سيکان هند ته مخه کړي چې دې سره به د ځايي خلکو سياسي قوت کم او کلتور خراب شي.

د هند وزيراعظم نرېندرا مودي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې دا بيل پر بشري ارزښتونو د هند د سلګونو کلونو باور څرګندوي. خو مسلمانانو، د بشري حقونو ادارو او ځينو نورو خلکو پر دې بيل سختې نيوکې کړې دي. فرانس پريس خبري اژانس ليکلي چې د دې بيل مخالفه خلک پر مودي تور پورې کوي چې د دې قانون په جوړولو سره د هند دوه سوه مسلمانان وګړي بې ارزښته او بې اغېزه کوي. حکومت دا ردوي.

د هند په اسام کې مظاهره چيانو د مودي او کورنيوو چارو وزیر اميت شاه جوړې کړې ګوډۍ سوځولې دي. پوليسو ځيني مظاهره چيان نيولي دي. د” ټول اسام زده کوونکو اتحادیې “له خوا په شوو مظاهرو کې شامل، سموجل بټاچاريا ايسو سيټيد پريس خبري اژانس ته ويلي چې په دې ايالت کې لا وار دمخه له بنګله دېشه ډېر غېرقانوني کډوال ورغلي دي. هغه پوښتنه کړې چې د مذهب په بنياد څنګه يو چا ته شهريت ورکول کېدای شي؟

ایسو سيټيد پريس خبري اژانس ليکلي چې د وزیراعظم مودي ګوند بهارتيه جنتا پارټۍ په خپل تېر حکومت کې هم کوښښ کړی وو چې دا بيل له سينټ څخه منظور او په قانون بدل کړي خو اپوزېشن يې مخه ونیوله. دا ځل ډاډه دي چې هلته به هم ومنل شي او په دې توګه به قانون شي.