د پاکستان لاهور احتساب عدالت تر خپلې ګټې وټې د زياتو شتمنیو په لرلو او د تورو پيسو وينځلو په تور د مسلم ليګ نواز او اپوزېشن مشر شهباز شريف او د هغه د کورنۍ شتمنۍ کنګلولو حکم کړی دی.
عدالت دوی ته په ۱۴ ورځو کې د خپلو اعتراضونو وړاندېکولو وخت ورکړی دی. مسلم ليګ نواز ډلې د عدالت فيصله ناسمه بللې ده. شهباز شريف دا وخت په لندن کې دی.
بل پلو مسلم لیګ ن د احتساب عدالت دا فیصله ناسمه ګرځولې او وايي دا رنګ کاروایانې نیب د حکومت په وینا کوي.
د دیسېمبر پر یولسمه د لاهور احتساب عدالت جج چودري امیر محمد خان د میا محمد شهباز شریف پرضد تر ګټې زیاتې شتمنۍ او د ناقانونه پیسو وینځلو په تور کې د نیب په درخواست خپله خوندي کړې فیصله واوروله.
دا هم وګورئ: شهباز شریف وايي د حکومت او نیب "ټولې دسیسې" ناکامېږيد پرېکړې ترمخه د مسلم لیګ ن د صدر شهباز شریف د هغه د دواړو ښځو نصرت شهباز او تهمینه درانۍ او زامنو حمزه شهباز او سلیمان شهباز په ګډون د کورنۍ د نهه غړیو شتمنۍ کنګل کړل شوي دي.
مشال راډیو چې په دې اړه په پېښور کې د قانوني چارو تجزیه کار او پخواني جج یوسف علي نه وپوښتل نو د هغه وینا وه چې شهباز شریف دا مهال په ضمانت خوشې کړی خو مقدمه یې لا روانه ده اوس که دوی د خپلو شتمنیو سپیناوی وکړي چې دا شتمنۍ یې په درغلیو نه دي ګټلې او د قانون مطابق دي خو تر څو پورې چې عدالت دا فیصله نه وي ورکړې او مقدمه نه وي چلېدلې او که بري شو خو دوی مالکان شول او که فرض کړه دوی سزاوار شول او دا پر دوی ثابته شوه نو بیا به دا جایداد د حکومت خزانې ته ځي.
بل پلو احتساب عدالت ته ورکړل شوي درخواست کې نېب غوښتنه کړې وه چې شهبازشریف د لاهور اېبټ آباد هري پور او چینیوټ په ګډون ځنې نورو ځایونو کې د ښځو او بچو په نوم جایدادونه اخیستي باید چې دغه ټول کنګل کړل شي.
د احتساب عدالت د فیصلې تر راتلو وروستو اوس هېڅوک دغه جایدادونه نه خرڅولی شي او نه به د دې امدن شریف کورنۍ ته ورځي.
خو پاکستان مسلم لیګ ن دا فېصله ناسمه بللې او وايي د احتساب قامي اداره نیب د حکومت په وینا د شریف کورنۍ پرضد انتقامي کاروایانې کوي
له مشال راډيو خبرو کې د پاکستان مسلم لیګ یو مخکښ نهال هاشمي وویل چې نیب د حکومتي غړیو لپاره یو رنګ او د اپوزیشن غړیو لپاره بل رنګ قانون لري.
''په اصل کې دا یوه انتقامي سیاسي کاروايي ده نو زه ګڼم چې د دې څومره هم غندنه وکړې شي کمه به وي مقدمه پای ته رسېدلې نه ده او مقدمه چلوي نه او د چا اثاثې دې کنګل کړې شي او آیا دوی د علیمه خان صاحبه اثاثې کنګل کړي آیا نیب د جهانګیر ترین پرضد کاروايي کړې آیا نیب د فیصل واوډا او علیم خان صېب پرضد کاروايي کړې نو زه ګڼم چې دا موجوده حکومت او نیب په ګډه سره مخصوصې مقدمې چلوي او مخصوص انصاف کوي.''
د نیب چېرمین جسټس ریټایرډ جاوېد اقبال بیا بیا د اپوزیشن ګوندونو دا تورونه رد کړي چې ګني د دوی پرضد د حکومت په وینا کاروایانې کوي.
د نوموړي په خبره د احتساب قامي اداره یوه بې پرې او ازاده اداره ده او ټولې فیصلې په انصاف کوي.
د یادونې ده چې شهبازشریف له دې وړاندې نیب د اشیانه اقبال کورونو په پروژه کې او د پاکو اوبو په سکېنډل کې نیولی وو چې وروستو بیا لاهور های کورټ په ضمامت خوشې کړو او دا وخت د پخواني وزیراعظم نواز شریف د علاج لپاره له نوموړي سره لندن ته تللی دی.