هند کې د شهریت لانجمن بیل تر منظوریدو پس قانون شو

عکس له ارشیفه

په هند کې د شهریت ورکولو په اړه یو لانجمن بیل له منظوریدو وروسته قانون جوړ شوی دی.

دا کار په داسې وخت کې شوی چې د ملک شمال ختیزه سیمه کې په پراخه کچه د مظاهرو لړۍ هم روانه ده چې له وجې یې کېدای شي، د جاپان د وزیر اعظم شینزو ابي دوره وځنډېږي.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه، دوه کسان هغه مهال ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شول چې پولیسو په اسام ایالت کې پر هغو بلواګرو ډزې وکړې چې دولتي ودانیو ته یې اور اچولو او د اورګاډو په سټیشنونو یې بریدونه کول.

مظاهره کوونکي وايي، دا قانون به زرګونو غیرقانوني پناه اخېستونکیو ته د هند تابعیت ورکړي.

دا نوی قانون په پاکستان، بنګله دېش او افغانستان کې اوسېدونکو شپږو مذهبي لږکیو ته د هند د تابعیت ورکولو چانس په لاس کې ورکوي.

په یو دولتي اعلامیه کې ویل شوي چې د هند ولسمشر رام نات ګوویند دا بیل د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه لاسلیک کړی او اوس دا د قانون برخه ګرځېدلی دی.

د هند وزیر اعظم نریندرا مودي پلان درلود چې د جاپان له وزیر اعظم شینزو ابی سره راتلونکې اوونۍ په اسام ایالت کې وویني.

دا د هغه کمپاین برخه ده چې د هند د تنوع یا رنګارنګۍ د ښکاره کولو لپاره لوړ پوړي چارواکي له پلازمینې نوي ډیلي څخه د باندې بیول کېږي.

د جاپان جي جي جي پریس د ډسېمبر پر ۱۳مه راپور ورکړی چې شینزو ابی د دغې دورې د لغوه کولو پلان لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغوی په دې پوزیشن کې نه دي چې د جاپاني وزیر اعظم د دورې د نه ترسره کېدو په اړه څه وواي.

ټاکل شوې وه چې دا دوره د ډېسېمبر له ۱۵مې تر ۱۷ مې ترسره شي.

په اسام کې د هغو کډوالو خلاف چې له بنګله دېشه هند ته اوړي له تېرو څو لسیزو راهېسې تحریک روان دی.

مظاهره کوونکي وايي، که زیاتو خلکو ته د هند شهریت ورکړل شي نو دا به د ځايي خلکو وسایل تقسیم کړي.

جاپان په دې وروستیو کلونو کې په اسام ایالت کې زیات پرمختیايي کارونه کړي او دواړو خواوو غوښتل چې د جاپاني وزیر اعظم د دورې پر مهال به یې یادونه وشي.

شینزو ابی دا پلان هم درلودلو چې ماني پور ایالت ته هم لاړ شي او هلته هغه یادګاري څلی وګوري چې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال جاپاني عسکر وژل شوي وو.

د مودي د هندو توکم پاله حکومت مخالفین پر نوي قانون اعتراض کوي او وايي، دا لومړی ځل دی چې هند د تابعیت ورکولو لپاره مذهب استعمالوي او مسلمانان ترې بې برخې ساتل شوي دي.

د هند نوی قانون بودایانو هغو عیسویانو، هندوانو، جین درم یا جینیانو، پارسیانو او سکانو ته دا چانس ورکوي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د ۲۰۱۵ کال نه وړاندې وتلي وي.