د قامي اسمبلۍ غړیو د پېښور سکول خونړۍ پېښې عدالتي راپور غوښتی

د قامي اسمبلۍ وداني

د قامي اسمبلۍ غړیو له حکومته غوښتنه کړې چې د پیښور ارمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې پلټنې دې سر ته ورسوي او په پېښه کې ککړو ملزمانو ته دې سختې سزاګانې ورکړل شي چې د وژل شویو ماشومانو او نورې عملې غمځپلیو کورنیو ته انصاف ترلاسه شي.

د پېښور ارمي پبلیک سکول د خونړۍ پیښې د پنځم تلین پر مهال د قامي اسمبلۍ غړیو وویل پنځه کاله وړاندې پر شپاړسم ډېسېمبر حکومت او ریاست دواړو مجرمانه غفلت کړی وو چې له وجې یې په پېښور کې د ترهه ګرۍ دغه پېښه رامنځته شوه.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ د غونډې دوران وویل، پنځه کاله تېرېدو باوجود د پېښې پلټنې نه دي شوي.

نوموړي قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې وویل، اول خو د ۱۶م ډېسېمبر د پېښې پلټنو لپاره کمېشن نه جوړیدو او اوس چې کمېشن جوړ شوی دی نو د هغې رپورټ نه وړاندې کیږي. دی زیاتوي: (زموږ ریاست، زموږ حکومت خو زموږ قام او د هغه وژل شویو ماشومانو میندوـ پلرونو ته دا هم نه دي ویلي چې موږ دوی ته څه انصاف ورکړو یا یې هغه مجرمان نیولي. نیول خو لیرې خبره ده،موږ خو تر اوسه پلټنې هم نه دي کړي. نو غوښتنه دا ده چې کمېشن دې د دې خبرې پابند کړل شي او ژر تر ژره دې خپل رپورټ وړاندې کړي او د هغې په رڼا کې دې د ککړو خلکو پرضد کاروايي وکړل شي.)

قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې د عوامي نېشنل ګوند د امیر حیدر خان هوتي وینا وه، له کله نه چې دا پېښه شوې نو د خلکو په ذهنونو کې ځینې سوالونه راپورته شوي باید چې حکومت یې جواب کړي: (د ای پي ایس چې څومره ماشومان دي، څومره چې شهیدان دي یا د هغې د عملې نور کوم خلک دي، موږ هغوی ته پېرزوینې وړاندې کوو. خو نن هم څه سوالونه دي، نن هم د خلکو ځینې ګیلې شته او زما په فکر ژر تر ژره د هغو ګیلو لیرېکول زموږ د ټولو ذمه واري ده او موږ چې څومره ژر دا وکړو نو دا به د هغو کورنیو لپاره ښه وي چې له دې پېښې ځپل شوي دي.)

د مسلم لیګ ن یو مخکښ خواجه محمد آصف بیاقامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې وویل، پر یوه بل د تورونو لګولو پرځای په خپلو کړیو ګناهونو پښیمانه کیدل پکار دي: (نن شپاړسم ډېسېمبر د ټول قام لپاره د خود احتسابۍ ورځ ده. آیا موږ د خپلځانونو احتساب کولی شو. موږ په نوره نړۍ تورونه لګوو. موږ د شپاړسم ډېسېمبر اې پي اېس پېښې توبه اېستلې ده؟ موږ خو توبه نه ده اېستلې، زموږ چال چلن هم هغه رنګ دی.)

پر دې مهال د هوايي چلند وفاقي وزیرغلام سرور وینا وه: (موږ له به هغه لاملونه لټول وي چې له وجې یې موږ له دومره لویې مسلې سره مخامخ شوي یو. موږ له به ضرور سوچ کول وي او خپله ژمنه به تکرارول وي چې د کومو مقصدونو لپاره موږ دا وطن آزاد کړی وو، له بده مرغه موږ هغه مقاصد تر اوسه نه دي ترلاسه کړي نو د هغو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره به موږ له هلې ځلې کول وي.)

یاده دې وي د ډېسېمبر پر شپاړسمه په دوه زره څوارلسم کال کې د پېښور په ارمي پبلیک سکول کې د وسله والو په برید کې د زده کوونکیو او استاذانو په ګډون یوسل څلور څلوېښت کسان چې ډېری یې زده کوونکي ول وژل شوي وو. د هغې ناورینې پیښې د پلټنو لپاره د سپریم کورټ په امر د پیښور های کورټ د جج په مشرۍ کې یوه قضايي جرګګۍ (جوډیشل کمیشن) وګومارل شو خو د متاثرینو په وینا تردې دمه یې خپل رپورټ سپریم کورټ ته نه دی وړاندې کړی.