اپوزېشن ته نه ښکاري چې پروېز مشرف به زندۍ شي

جنرال پروېز مشرف

د پاکستان پوځ د يو خصوصي عدالت لخوا د دې هېواد پخواني پوځي واکمن ته د مرګ سزا اورولو باندې توند غبرګون څرګند کړی دی.

پوځ په سېشنبه په خپله يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې دې پرېکړې د پوځ په صفونو کې ډېر زيات دړد او کړاو راوست او هغه کس هېڅکله غدار نه شي کېدای چې د دې هېواد ولسمشر او د پوځ مشر پاتې شوی وي.

خبرپاڼه پرمخ ليکي، داسې ښکاري چې په دې مقدمه کې اړين قانوني بهیر له پامه غورځول شوی وي خو واکمن تحریک انصاف ګوند وايي حکومت ژمن دې چې د عدليې د فيصلو به احترام کوي او او چې کوم ډول پرېکړې کيږي حکومت به يې د هغې د روح مطابق عملي کوي.

د ډېسېمبر پر ۱۷مه نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې د خيبر قبايلي ضلعې د تحریک انصاف پارلېماني غړي اقبال اپرېدي وويل، که مشرف د دې پرېکړې پرضد اپيل کوي نو دا د هغه جمهوري حق دی.

حکومت د عدليې د پرېکړو احترام کوي څنګه چې سپريم کورټ د پوځ د مشر په اړه پرېکړه وکړه، اوس حکومت د هغه پريکړې په رڼا کې مخکې تګ کوي، همدغسې به حکومت د پروېز مشرف پرضد د عدلیې د پرېکړو احترام کوي.

اپرېدي په خپلو خبرو خپل خواهش څرګند کړ چې عدليه، مقننه او انتظاميه بايد په خپل خپل حدود کې ازاد وي.

د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند چيرمين راجه ظفرالحق وايي، دا مهال په وفاقي کابينه کې د پروېز مشرف ډېر وفاداران موجود دي نو ممکنه نه ده چې هغه ته ورکړې سزا به عملي شي.

د نوموړي په ږینا د موجوده حکومت په کابينه کې ډېر زیات خلک د مشرف ملګري پاته شوي دي په خاصه توګه موجوده وزير داخله د مشرف ډېر نېږدې ملګری دی، نو د دې له وجې زما خيال دی چې موجوده حکومت به له بهر هيواده د جنرال پروېز مشرف په راوستلو کې دومره دلچسپي و نه ښيي.

د جمعيت اعلماي اسلام ف ډلې يو مخکښ مولانا عطا الرحمان وايي، دې پرېکړې ډېر ځنډ واخېستو او د ده په خبره دا پرېکړه هغه وخت پکار وه چې کله پوځي دیکتاتور پروېز مشرف آيين تر پښو لاندې کړ.

که وخت دا اقدام شوی وی نو به د دې پرېکړې ډېر ښه اثرات ول خو اوس داسې نه ښکاري چې حکومت به دا پريکړه عملي کړي ځکه چې حکومت څو څو واره په خپله د دې مقدمې ځنډولو پرضد عدالت ته تللی دی.

په دې اړه د پاکستان پيپلز ګوند يو مخکښ تاج حيدر بیا وايي چې نه يوازې پروېز مشرف بلکې د هغه ملاتړو ته هم سزا ورکول پکار وو.

د آیین ۶مه ماده وايي څوک چې آيين مات کړي نو هغه او د هغه ملاتړو او ملګرو ته به هم سزا ورکوي، نو د پروېز مشرف ملاتړي خو دا مهال په موجوده وفاقي کابينه کې ناست دي.

د ښاغلي حید په وینا د ده نه ښکاري چې پر دې عدالتي پرېکړې به عمل وشي.

دی وايي چې پاکستان پیپلز پارټي د مرګ سزا هم مخالفه ده.

د ډېسېمبر پر ۱۷مه د پاکستان یوه خصوي عدالت د درې کسيزه بنچ د مشر قاضي وقار سيټ په مشرۍ خپله پرېکړه واوره چې پخوانی پوځي امر پروېز مشرف د ايین ۶مې مادې له مخې له هېواد سره د سختې غدارۍ او آيين شکنۍ مجرم دی او د ایین له مخې به هغه ته د مرګ سزا ورکول کېږي.