شپږ کاله پس د کوهاټ عادل شاه ته د برېتانیا سپریم کورټ عدل ورکړ

په برتانیا کې د بشري حقونو یو نومیاتی وکیل بېرېسټر اسلام خان وردګ او د هغه موکل عادل شاه

د برېتانیا سپریم کورټ د روانې میاشتې پر ۱۶مه نېټه د دې هېواد کورنیو چارو وزارت د هغې هڅې خلاف فیصله واورله چې یو پاکستانی پلار یې له خپل شپږ کلن زوی او مېرمنې څخه بېلولی او خپل وطن ته یې شړلی.

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ یو اوسېدونکی عادل شاه له تېرو شپږو کلونو راهیسې د برېتانیا د ګڼو عدالتونو ورونه وټکول خو په اخرکار د سپریم کورټ پنځو ججانو او د ستر عدالت مشر قاضي په یوه خوله د کورنیو چارو وزارت دا خبره یې و نه منله چې عادلش شاه له دې هېواده وشړي.

د عادل شاه وکیل بېرېسټر اسلام خان وردګ وايي نه یوازې د ده موکل بلکې دغه ډول نور په زرګونه هغه وګړي چې مېرمنې یې د برېتانیا هېواد دی او دوی د بل وطن دي، له دې ګټلې مقدمې ګټه اخېستلی شي.

د برېتانیا سپریم کورټ

عادل شاه له کلونو په برېتانیا کې اوسي خو د دې هېواد شهریت نه لري، نوموړي دلته له یوې برتانوۍ مېرمنې سره واده کړی دی او له هغې یې یو زوی هم دی.

په برتانیا کې د بشري حقونو یو نومیاتی وکیل بېرېسټر اسلام خان وردګ وايي، په ۲۰۱۴ز کال هوم افس د عادل شاه په دې وطن کې د اوسېدو کارډ اخېستو درخواست رد کړ. هوم افس ورته ویل چې ته د دې هېواد شهریت نه لرې او له دې وطنه به وځې او که د عادل مېرمن او زوی هم ورسره تلل غواړي نو ورسره تلای شي.

که څه هم لومړني عدالت د عادل شاه په کېس کې د هوم افس خلاف فیصله واروله. هوم افس بیا های کورټ ته خپل درخواست یووړ چې یاد عدالت د عادل شاه په خلاف فیصله ورکړه. های کورټ دا فیصله وکړه چې عادل شاه سره د برتانیا شهریت نشته نو هوم افس هغه له دې وطنه لېږلی شي او دا یې مېرمنې او ماشوم مرضي ده چې له ده سره ځي که دلته پاته کېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د لینکن سولیسټر مشر وکیل بېریسټر اسلام خان وردګ وینا وه چې د عادل شاه مقدمه د برتانیا په تاریخ کې یو ډېر ځانګړی حیثیت لري. د ده په خبره شپږ کاله وړاندې د بریتانیا هوم افس د ده موکل عادل شاه ته امر کړی چې له دې هېواده ووځي، ځکه چې په دې ملک کې د اوسېدو اسناد نه لري. دی وايي، په عدالت کې یې د خپل موکل په حمایت کې دلیل دا وو چې تاسو عادل شاه له دې وطنه شړئ نو د دې مانا دا شوه چې تاس د هغه ماشوم زوی چې د برېتانیا شهري دی هغه هم ورسره شړی، بله دا چې دی د خپل ماشوم یوازینی پالونکی دی ځکه چې د عادل شاه مېرمن او د ماشوم مور کرۍ ورځ نوکري کوي او د هغې په خرچه دغه کورنۍ خپلځان ساتي. نو هوم افس څنګه له یوه ماشومه خپل پلار بېلولی شي او که ماشوم هم ورسره لېږي نو دا خو برتانوی بچی دی او قانون هېڅکله د دې اجازه نه ورکوي چې د برتانیا یو ماشوم شهري له خپل ملکه وشړی.

د بېرېسټر اسلام خان په وینا دا د خپل نوعیت لومړۍ مقدمه ده چې ګټل کېږي او زیاتوي اوس به عدالت د دې مقدمې په رڼا کې خپل قانون اړوي.

په برتانیا کې د بشري حقونو یوې ادارې لیبرټي چې په دې مقدمه کې یې د عادل شاه مرستې ته دانګلي ول، د دې عدالتي پرېکړې هرکلی کړی او پر خپل وبسایټ یې کښلي، دا د ماشومانو حقونو بری دی چې له خپلو میندو-پلرونو سره واوسي. د دوی په وینا د هوم افس دا هڅه چې یو پلار له خپله زویه جلا کړي نه یوازې ظلم وو بلکې بدې پایلې یې لرلی شوای.

لیبرټي په خپل بیان کې هیله وښودله چې د سپریم کورټ دا فیصله به په راتلونکې کې د هوم افس لپاره په دې مانا وي چې نور به هېڅکله د کورنیو بېلولو هڅه نه کوي.