ټاکل شوې ده چې د بریتانیا د پارلېمان غړي د ډېسېمبر پر ۲۰مه د راتلونکي ۲۰۲۰ د جنورۍ تر ۳۰مې له اروپايي اتحادیې د خپل هیواد د وتلو یا برګزیټ په اړه د وزیر اعظم بوریس جانسن پلان رایو ته وړاندې کړي.
جانسن د ډېسېمبر پر ۲۰مه تر رای اچولو وړاندې د بریتانیا د عوامو جرګې ته وویل:
«نن کومه ژمنه چې موږ خلکو ته ورکړې، پوره کوو او برګزیت د کرسمیس تر پایه رایو ته وړاندې کوو.»
جانس د تېرې اوونۍ په عامو انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کړی و.
د برګزیټ مخالفان وايي چې د بریتانیا د وزیر اعظم له لوري وړاندې شوې لایحه به دا هیواد له نامعلوم حالت سره مخامخ کړي.