ميا افتخار: رهبر کمېټۍ د پارلېمان دننه د حکومت بدلولو فیصله نه ده کړې.

د پاکستان اپوزيشن ګوندونو احتجاج ( ارشېف عکس)

د پاکستان اپوزيشن ګوندونو څخه جوړه رهبر کمېټۍ يو غړی ميا افتحار حسين وايی چې کمېټې په پارلېمان کې دننه د حکومت بدلولوفيصله نه ده کړې.

نوموړي دا خبره تر هغه وروسته کړې چې د اپوزيشن ګوند مسلم ليګ نواز ډلې يو مشر احسن اقبال ويلي چې رهبر کمېټۍ به راتلونکې مياشت کې په پارلېمان کې د ننه د حکومت بدلولو بدلون لپاره سياسي هلې ځلې پیلوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي چې احسن اقبال د ډېسېمبر پر ۲۱مه نېټه ورته ويلی چې رهبر کمېټۍ به راتلونکې مياشت د واکمن تحريک انصاف له اتحادي ګوندونو سره رابطې پيلوي چې دا رنګه په پارلېمان کې دننه حکومت بدل کړي.

خو کله چې د ډېسېمبر پر ۲۲مه نېټه مشال راډیو د رهبر کمېټۍ يو غړي او د عوامي نېنشل پارټۍ مرکزي جنرل سيکرېټري ميا افتحار حسين سره تماس ونيوی نو هغه وويل چې دا د احسن اقبال يا د هغه د ګوند شخصي نظر کېدای شي خو د رهبر کمېټې فیصله نه ده.

په داسې حال کې چې د جنرال مشرف پر ضد د عدالت فيصله راغلې او د جنرال قمر جاويد باجود په کاري موده کې د غځېدو معامله لا هم پر ځای پرته ده نو شهباز شريف له دې څخه ګټه پورته کول غواړي
اوېس توحيد

نوموړي زياته کړه چې کله په دې وروستيو کې د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف په لندن کې خبريالانو ته وويل چې دوی غواړي په پارلمان کې دننه حکومت بدل کړي نو له دې وروسته رهبر کمېټې هم دغه خبره په خپله غونډه کې بحث کړې وه.

البته د ميا افتحار حسين په خبره، کمېټې د پارلمان دننه د بدلون هيڅ رسمي فیصله نه ده کړې.

د هغه په خبره، رهبر کمېټۍ اوس هم له سره د شفافو انتخاباتو غوښتنه لري چې دده په وينا پکې د پوځ هيڅ رول نه وي.

د سياسي چارو پوه اويس توحيد وايي چې مسلم ليګ نواز د پارلمان دننه د بدلون خبره ځکه کوي چې شهباز شريف غواړي له اسټېبلشمنټ سره روغه جوړه وکړي.

دده په خبره، په مسلم ليګ نواز کې دوه ډلې دي چې يوه د نواز شريف او د هغه د لور مريم نواز ده چې نه غواړي له اسټېبلشمڼت سره روغه جوړه وکړي او بله د شهباز شريف ده چې فکر کوي چې د اسټېبلشمنټ له لارې واک ته رسېدلای شي.

د نوموړي په وينا، په داسې حال کې چې د جنرال مشرف پر ضد د عدالت فيصله راغلې او د جنرال قمر جاويد باجود په کاري موده کې د غځېدو معامله لا هم پر ځای پرته ده نو شهباز شريف له دې څخه ګټه پورته کول غواړي.