امریکا پاکستان ته په خپل یوه برخه پوځي روزنیز پروګرام کې د بیا-ګډون اجازه ورکړې ده چې دوه کاله وړاندې یې ورسره ځنډولی وو.
د امریکايي پوځي مرستې دا پروګرام ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اسلام اباد د دې تور لګولو پس کنګل کړ چې ویل یې پاکستان دترهګرۍ پروړاندې کافي اقدام نه کوي.
دا هم وګورئ: امریکا له پاکستاني پوځ سره د روزنې پروګرام منظوري ورکړېد ډېسېمبر پر ۲۳مه اعلان شوې دغه پرېکړه د دواړو هېودونو په ترینګلیو اړیکو کې نرمي څرګندوي.
د ۲۰۱۷ز کال په سېپټېمبر کې امریکا ویلي ول نیت یې کړی چې له پاکستان سره خپله پوځي مرسته تر هغو ودروي چې تر څو هغه د ټرمپ په وینا یې په دغه هېواد کې د افغانستان ضد وسله والو تندلارو ډلو د ''خوندي ځایونو'' نابودلو لپاره کوټلي ګامونه نه وي اخېستي.
د امریکا له خوا پاکستان ته شاوخوا دوه اربه ډالره پوځي مرسته لا هم ځنډونۍ ده.