'اوبه باید ټولو صوبو ته په انصاف ووېشل شي'

پېښور: د شریکو ګټو د شورا (سي سي ای) غونډه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ په دوشنبه په اسلام آباد کې وشوه چې پکېد څلور واړو صوبو اعلا وزیرانو او نورو وفاقي چارواکو ګډون وکړو.

د ډېسېمبر پر ۲۳مه په اسلام آباد کې د شریکو ګټو شورا د غونډې روستو د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان په خبري کانفرنس کې وویل چې په غونډه کې د خیبر پښتونخوا د بجلۍ خالصې ګټې مسله هوارول او د ټولو صوبو ترمینځ په انصاف سره د اوبو وسایلو وېشلو لپاره یوه کمېټۍ ټاکل شوې ده.

د دې په وینا د بجلۍ خالصې ګټې او د اې جي این قاضي فارمولې په اړه تفصیلي خبري وشوی او د ایین په رڼا کې د دې ستونزو هوارولو لپاره دې د اعلاپایې یوه کمیټې جوړه کړل شي، وزیراعظم دا هم وویل چې د اوبو وسایل نه یواځې په منصفانه ډول وېشل پکار دي بلکې د ټولو صوبو ولسونو ته دا باور هم ورکول پکار دي چې د اوبو وسیلې په منصفانه ډول وېشل کیږي.

ملتپاله ګوندونه له پخوا راهیسې دا غوښتنه کوي چې وفاقي حکومت دې د خیبر پښتونخوا صوبې ته د بجلۍ او اوبو د وسایلو په بدل کې خپل حق ورکړي او موجوده حکومت دې زر تر زره د اېن اېف سي اېوارډ غونډه هم راوبولي.

یاده دي وي چې د صوبو ترمېنځ د شریکو ګټو د شورا دا غونډه یولس میاشتې پس رابلل شوي ده او د معمول مطابق داسي غونډه هر درې میاشتي پس رابلل کیږي.

خېبر پښتونخوا صوبه کې د عوامي نېشنل ګوند صوبايي جنرل سېکرېټري سردار حسېن بابک وايي, د مشترکه مفاداتو د کونسل د غونډې ترڅنګ پکار ده د نوي اېن ایف سي اېوارډ لپاره هم غونډه راوبلل شي: ''زموږ صوبه د ترهګرۍ له امله ډېره اغېزمنه شوې ده، نو په دې وجه موږ له حکومته غوښتنه کوو چې هر پنځه کاله پس د دغه غونډې رابلل هم یقیني کړي چې صوبو ته په مالیه کېزیاته برخه ورکول یقیني کړل شي.''

د اوبو وسايلو وېشلو په لړ کې د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سېد عالم مسود وايي نورې صوبې د خیبر پښتونخوا اوبه کاروي او دې صوبې له د دغه اوبو په بدل کې نه پیسې ورکول کیږي او نه وفاقي حکومت تردې دمه په خیبر پښتونخوا صوبه کې د اوبو کارولو او د اوبه خور نظام سمولو لپاره ګامونه پورته کړې دي.

د نوموړي په وینا د پاکستان تر نیمايي زیاته برخه اوبه له خیبر پښتونخوا نورو صوبو ته داخیلېږي خو د ښاغلي مسود په وینا وفاقي حکومت د دوی په صوبه کې نه د نهرونو او اوبه خور نظام جوړوي او نه د دوی د هغه اضافي اوبو پېسې راکوي چې خیبر پښتونخوا یې نه شي کارولی او نورې صوبې ترې ګټه پورته کوي.