حکومت نه تعلیمي ادارې جوړوي او نه د لوبو میدانونه: جمایما اپریدی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په سروې خپرونه کې دا اوونۍ د خیبر ضلعې د لنډي کوتل اوسېدونکې جمایما اپریدی میلمنه ده.
هغه لوبغاړې او مدني فعاله ده او د دې ترڅنګ د ښځو حقونو لپاره د واک تحریک یوه غړې هم ده.
جمایما وايي، په لنډي کوتل کې د لوبو میدانونه نشته چې له وجې یې دا په کور کې له ماشومانو سره د کرکټ، بیډمېنټن او کراټو پرېکټیس کوي.
نوموړې زیاتوي، د فاټا له خیبر پښتونخوا سره د ضم کېدو وروسته په سیمه کې د پرمختګ هېڅ کار نه دی شوی. هغه د قانون زده کړې هم کوي.