په سروې خپرونه کې دا اوونۍ د خیبر ضلعې د لنډيکوتل اوسېدونکې جمایما اپرېدۍ مېلمنه ده.
هغه لوبغاړې او مدني فعاله ده او د دې ترڅنګ د ښځو حقونو لپاره د واک تحریک یوه غړې هم ده.
جمایما وايي، په لنډيکوتل کې د لوبو میدانونه نشته چې له وجې یې دا په کور کې له ماشومانو سره د کرکټ، بیډمېنټن او کراټو پرېکټیس کوي.
نوموړې زیاتوي، د فاټا له خیبر پښتونخوا سره د یوځایکېدو وروسته په سیمه کې د پرمختګ هېڅ کار نه دی شوی.
هغه د قانون زده کړې هم کوي.
د خپرونې کوربنه انیسه اجمل ده.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.