په ۲۰۱۹ز کې د نیب نیونې

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او پخوانی وزیر اعظم نواز شریف

په پاکستان کې د احتساب قامي ادارې نېب د تير کال راهيسې د مختلفو ګوندونو غړي د درغلۍ په تورونو کې ګرفتارول شورو کړي دي خو په ۲۰۱۹م کال کې د دوو لويو اپوزيشن ګوندونو مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند مشرتابه په ګډون د يادو ګوندونو يوشمير نورو غړيو علاوه د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف هم ځينې غړي ګرفتاره کړي دي.

د احتساب قامي ادارې نېب د ۲۰۱۹م کال په فېبرورۍ مياشت کې د پاکستان تحريک انصاف يو مخکښ او د پنجاب صوبې سينير وزير عليم خان تر خپلې ګټې زياتې اثاثې او اف شور کمپنیانو په لرلو ګرفتاره کړ. خو د مې پر ۱۵مه لاهور های کورټ نوموړ په ضمانت پرېښود.

د عليم خان تر ګرفتارۍ وروسته د مارچ په ۲۶مه سپريم کورټ د مسلم ليګ ن رهبر نوازشريف هم د شپږ اونیو لپاره په ضمانت خوشې کړ. نوموړي ته د ۲۰۱۸م کال په ډېسېمبر مياشت کې د اسلام اباد احتساب عدالت په العزيزيه سټيل مل قضیه کې د اوو کالو بند او جرمانې سزا اورولې وه.

د شپږو اونیو ضمانت پوره کېدو پس په مې مياشت کې نواز شريف د لاهور په کوټ لکپت زندان کې ځان پوليسو ته وسپارو.

د جون په ۱۰مه د نېب اهلکارانو د پاکستان پيپلز ګوند شريک چېرمېن اصف زرداري او د جون په ۱۵مه د هغه خور فريال تالپور هم له اسلام اباده ګرفتاره کړله. نیب پر دواړو د جعلي اکاونټونو مقدمه جوړه کړې وه.

د جون په ۱۱مه نېب په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر حمزه شهباز تر ګټې زياتې اثاثې لرلو، رمضان شوګر ملز کې د غبن او په ناقانونه ډول د پيسو د لېږلو په تورونو کې ګرفتاره کړ.

د حمزه شهباز او اصف زرداري ګرفتارۍ وروسته مسلم ليګ ن او پيپلزګوند پرحکومت د انتقامي سياست کولو تورونه ولګول. خو د تحريک انصاف ګوند غړو دا تورونه په ردولو سره وويل دا کېسونه پرې د دوی په حکومت کې نه بلکې په تېر حکومت کې جوړ شوي دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اصف زرداري او حمزه شهباز د ګرفتارۍ وروسته قامي اسمبلۍ غونډې ته وويل دا کيسونه ۱۵ ورځې مخکيني نه دي بلکه د دې ډېره موده وشوه، نه خو نېب زموږ ماتحت اداره ده او نه ورته څه حکم ورکولی شو. اسلام اباد های کورټ اصف زرداري ته او لاهور های کورټ حمزه شهباز ته څو واري ضمانت ورکړ ځکه چې دا اختيار ورته حاصل دی که نن يې وګڼله چې نور ضمانت ورکولو ضرورت نشته نو درخواستونه يې ورله رد کړل نو دا عدالتي فېصله ده او د حکومت ورسره هيڅ تعلق نشته.

د اپوزيشن ګوندونو د غړيو د نيولو دا لړۍ د جون مياشت وروسته هم جاري وه او د جولای په اتلسمه نیب پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن پارليماني استازي شاهد خاقان عباسي د لاهور څخه په اېل اېن جي کېس کې ګرفتاره کړ.

د نوموړي له نیولو وروسته د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف په لاهور کې خبري غونډې پر مهال په وزيراعظم عمران خان تور په پورې کولو سره وويل نېب دا ټولې نیونې د ده په وينا کوي.

شهباز شريف ویلي ول، د مسلم ليګ ن زياتره مشران دا وخت د نیب په عقوبت خانو کې بنديوان دي او د هغې وروستو بيا د پيپلز پارټۍ مشران بنديوان دي د نېب چيرمېن او د څلور واڼو صوبو د نېب مشرانو سره د حکمران ګوند او د هغې د اتحاديانو د اربونو کربونو روپو د درغليو کېسونه پراته دي خو افسوس چې تروسه د يو تن کېس هم رابرسيره نکړل شو او دا ځکه چې هغوی په حکومت کې دې صرف د پېښور د بي ار ټي پروژې پلټنې دې وکړي نو هر څه به په ډاګه شي.

د شاهد خاقان وروسته نیب د اګست پر ۷ مه د خزانې پخوانی وزير مفتاح اسماعيل او د اګست پر اتمه د نواز شريف لور مريم نواز هم ونیوله. په مريم نواز دا تور وو چې د چودري بورې کارخانې له کاروباره يې اربونه روپۍ ايستلې دي نو ځکه ورباندې احتساب ادارې د ناقانونه پيسو سپينولو له قانون سره سم مقدمه جوړه کړې.

د مريم نواز ګرفتارۍ وروستو د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بوټو زرداري قامي اسمبلۍ غونډې ته خپلې وينا کې وويل مريم نواز ګرفتاري په څير اقدامات به پخواني واکمن ضياءالحق کول.

د نوموړي وينا وه پوځي امر ضياءالحق هغه واحد امر وو چې په دې ملک کې به د خپلو سياسي مخالفينو زنانه هم نه پريښودې خو په دې نوي پاکستان کې يو وارې بيا هغه کارونه شورو شوي که وزير اعظم کې غیرت وي نو زنانو پرځای دې د نارينه و سره مقابله وکړي. په تاريخ کې به دا ياد ساتل کيږي چې عمران خان چې د انصاف خبره به يې کوله خو په دې نوي پاکستان کې په غېر د څه جرم مريم نواز ونيوله کومه چې ډير د افسوس وړ خبره ده.

د سيپټمبر پر ۱۸مه نېب د پيپلز ګوند يو مخکښ خورشيد شاه د امدن نه زياتې اثاثې لرلو په تور د اسلام اباد څخه ګرفتاره کړو.

په اکتوبرمياشت کې نیب په چودري شوګر ملز قضيه کې نواز شريف د کوټ لکهپت زندانه د لاهور احتساب عدالت ته وړاندې کړ او عدالت نوموړی د څوارلسو ورځو په ريمانډ نیب ته وسپارلو خو د اکتوبر په يوويشتمه د صحت خرابيدو له کبله د احتساب قامي ادارې نواز شريف د لاهور سروسز هسپتال ته د علاج لپاره منتقل کړ او د اکتوبر پر ۲۵مه لاهور های کورټ په طبي بنيادونو نواز شريف په ضمانت خوشې کړ.

د اکتوبر پر ۲۹ اسلام اباد های کورټ هم په العزيزيه سټيل مل قضيه کې نواز شريف د اتو اونيو لپاره په ضمانت خوشې کړ.

د ډېسېمبر پر ۱۱ مه اسلام اباد های کورټ اصف زرداري په طبي بنیادونو او د ډېسېمبر پر ۲۳مه مفتاح اسماعيل يې هم ضمانت خوشې کړ.

د ډېسېمبر په ۲۴مه د احتساب قامي ادارې د مسلم ليګ ن مرکزي سېکرېټري جنرل احسن اقبال د اسلام اباد څخه ګرفتاره کړ.

په نوموړي دا تور دی چې د پنجاب صوبې په ناروال ښار کې د لوبو يو کمپليکس جوړولو کې د شپږ اربه روپو درغلي کړې ده. خو احسن اقبال بيا دا تورونه ردوي او وايي په دې ټولې پروژې تر اوسه يواځې دوه نيم اربه روپۍ خرڅ شوي دي نو څنګه د شپږ اربو روپیو درغلي پکې شوې ده.

د احسن اقبال ګرفتارۍ وروسته د مسلم ليګ ن وياندې مريم اورنګزيب په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل وفاقي حکومت نیب د سياسي انتقام او خپلې اجنډې ترلاسه کولو لپاره استعمالوي.

خو په ځواب کې بيا د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد رسنيو ته وويل د اپوزيشن هر يو غړی چې د درغلۍ په تور ونيول شي نو بيا دوی عمران خان په نښه کوي او په حکومت نيوکې کوي.