پراګ - په پاکستان کې چې له کله تحریک انصاف ګوند حکومت ترلاسه کړی دی نو د نورو ګوندونو په څېر یې پاکستان مسلم لیګ نواز ، پپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند هم پر مشروعیت پوښتنې راپورته کړې دي او هغه یې د درغلیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی بللی دی خو تحریک انصاف یې تل دا تورونه رد کړي دي.
اوس چې مسلم لیګ نواز ، پپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند چې له کله د جنرال قمر جاوید باجوا د دندې غځولو لپاره له حکومت سره په قانون سازۍ کې د همکارۍ اعلان کړی دی نو د دې ګوندونو یو شمېر غړو پر ټولنیزو رسنیو خپل ګوند د اسټبلشمنټ په ملګرتیا تورن کړی دی.
په دوي کې زیاترو په غیر مستقیمه توګه او ځینو بیا نېغ په نېغه پر خپلو مشران نیوکې کړې دي چې ولې یې د هغه تحریک انصاف ملاتړ کړی دی د کوم پرضد چې یې احتجاجونه کول.
د مسلم لیګ نواز ډلې یو غړی سمیع الله خاطر وايي ، دوي پر جمهوریت باور لري او د خپل ګوند د دې پرېکړې مخالف دي.
ده وویل ، د ټولنیزو رسنیو له راتګ سره اوس دې ته لاره هواره شوې ده چې د ګوند غړي له یو تګلارې یا پرېکړې سره خپل اختلاف وړاندې کړي.
"د یونېن کونسل تر حده په پرېکړه کولو کې کارکن وي خو چې کله خبره د دې اوسنۍ مسلې او یا داسې نور څه وي نو بیا کارکن هغسې ارزښت نه لري. په پاکستان کې لا جمهوري قدرونه دومره ټینګ نه دي چې د ګوند د عامو غړو رایه دې د ګوند پر پرېکړو اغېز وکړي."
سمیع الله خاطر وویل ، داسې ډېر شوي دي چې د ګوند مشرتابه یې د رایو اختلاف بد ګڼلی او پر هغه یې ورته د یو نه یوه رنګ سزا ورکولو هڅه هم کړې ده.
د پپلز ګوند یو غړی دانیال ګلو وايي ، دوي د خپل ګوند پر دې پرېکړه خوښ نه دي او هڅه کوي چې د ټولنیزو رسنیو په وسیله خپل غږ د ګوند ترمشرتابه ورسوي.
"په پاکستان پپلز ګوند کې دا یو روایت شته چې که پر ټولنیزو رسنیو وي او یا عامه توګه یو خبره وي نو د ګوند د عام غړي رایې ته احترام کېږي. داسې خلک وي چې د ګوند مشر ته د ولس غږ رسوي او هغه په خپله هم پر ټولنیزو رسنیو ډېر فعال دی نو ځکه تر څه نا څه حده د عام غړو رایې پر فیصله سازۍ اغېز کوي."
د عوامي نشنل ګوند مخکښ او پر ټولنیزو رسنیو فعال حمایت الله مایار هم د خپل ګوند له دې پرېکړې سره مخالفت ښودلی دی چې ولې یې د تحریک انصاف په خوله د پوځ د مشر دندې غځولو ملاتړ کړی دی.
نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د نور په څېر په عوامي نېشنل ګوند کې هم دا روایت اوس کم شوی دی چې د ګوند د عامو غړو د رایې احترام وشي.
"په عوامي نېشنل ګوند کې به پخوا داسې دېر زغم وو چې تنقیدي خبرې به یې منلې او چې به چېري اختلاف وو هغه ته به یې ارزښت ورکاوه ، خو اوس لکه په نورو ګوندونو کې چې دا څه نشته نو په عوامي نېشنل ګوند کې هم دا له وخت سره کم شوي دي خو موږ هڅه کوو چې په خپل ګوند کې دا روایت ژوندی وساتو."
لکه څنګه چې د پاکستان د ایین په ارمي ایکټ کې د بدلون مخالفینو خپل دلیلونه وړاندې کړي دي هم داسې د حکومت د دې ګام ملاتړ کوونکو ګوندونو هم خپل خپل دلیلونه وړاندې کړي دي.
دواړه ډلې خپل دریځ اصولي او پر ځای بولي.