د پاکستان ځينې پوهان وايي، د امريکا له لورې د پاکستاني پوځ لپاره د تربيتي پروګرام بحالۍ سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اړيکې ژورې شي.
ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر درېیمه ڼېټه د پروګرام بحالۍ منظوري ورکړې وه.
دا اعلان د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وزیرې ایلیس ویلز پر ټویټر پاڼه کړی وو.
د امريکايي پوځي مرستې دا پروګرام ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸م کال جنورۍ مياشت کې پر اسلام اباد پر دې تور لګولو سره کنګل کړی وو چې په وينا يې پاکستان د ترهګرۍ پرضد کافي اقدامات نه کوي.
خو پاکستان په دې خفګان ښوولی وو او ويلي یې وو چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي تربيتي پروګرام له څو لسېزو راهيسې روان دی چې کله نا کله د خرابو اړيکو له وجې ځنډېلی هم دی.
د پروګرام له مخې د پاکستان او امريکا پوځيان د يو بل هېواد په پوځي ښوونځيو او تربيتي مرکزونو کې مسلکي زده کړې ترلاسه کوي.
د پاکستان پوځ پخوانی افسر برېګېډيير سيد نذير هم په ۱۹۸۹م زکال کې د یاد پروګرام لاندې په امريکا کې رورنيېزې زده کړې ترلاسه کړې وې.
نوموړي د جنورۍ پر پنځمه نېټه مشال راډیو ته وويل، ددې پروګرام له مخې پوځيان په درې برخو کې تربيت ترلاسه کوي.
د هغه په خبره،په دې پروګرام کې لومړی په لاجېسټیکې، دوهمه په تخنيکي چې پکې د وسلو استعمال او د هغو ترميمول او درېیم پوځي تګلاره او ټاکټيک زده کول شامل دي.
خو د پوځي چارو پوهانو په وينا، د مسلکي روزنو پرته د دې پروګرام بل هدف د پاکستان او امريکا د پوځيانو ترمنځ خپلمنځي اړيکې ښه کول دي.
برېګېډيير سعد محمد خان د جنورۍ پر پنځمه نېټه مشال راډیو ته وويل، د دې پروګرام يو هدف دا هم وي چې له پاکستانه تلونکي افسران د امريکا په اړه مثبت نظره ولري.
د نوموړي په وينا، کله چې په ۱۹۸۹م زکال کې د پرېسلر ترميم له مخې امريکا پر پاکستان بنديزونه ولګول نو تربيتي پروګرام هم بند کړل شو.
د ښاغلي سعد په خبره، دا پروګرام بيا د يوولسم سېپټمبر تر پېښې پورې بند وو او د بندېز په دې ۱۲ کالونو موده کې د پاکستان په پوځ کې داسې افسران لوړو څوکيو ته رسېدلي ول چې هغو د امريکا پرضد سخت نظر درلود.
د امريکا ولسمشر د پاکستاني پوځ لپاره د روزنيز پروګرام بحالۍ منظوري تر هغه وروسته ورکړې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او پاکستاني پوځ مشر جنرال قمرجاويد باجوه ترمنځ ټيليفوني خبرې وشوې.
د دواړو مشرانو ترمنځ دا خبرې د جنورۍ پر دريېمه په بغداد کې د امريکا په بريد کې د ايراني جنرال قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته د رامنځ ته شویو حالاتو په رڼا کې شوې وې.