وکيل شاه خان خپله دوه جريبه قيمتي ځمکه ښوونځي ته وړيا ورکړې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خوست تڼي ولسوالۍ درملکي کلي کې د نجونو ښوونځي لپاره وکيل شاه خان خپله د لکونو افغانيوو دوه جريبه ځمکه وړيا ورکړې ده. په دې ښوونځي کې به ۲۰۰۰ جينکۍ سبق وايي. هغه وايي غواړي د دې ښوونځي فارغانې ډاکټرانې شي چې خلک د پاکستان او نورو هېوادونو له احتياجه خلاص شي. وکيل شاه خان خپله په درې نيم زره افغانۍ مووټرواني کوي خو غریبۍ يې احساس نه دی وژلی. هغه پخپله د ښوونځي جوړولو لپاره د ورځې کار او د ساتنې لپاره يې د شپې پېره کوي.
نور حال یې په دې ويډيو کې....
راپور او ايډيټ: بشير ګواښ