د پي ټي اېم ولسي غونډه او د میډیا خاموشي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د جنورۍ پر۱۲مه پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې یوه لویه ولسي غونډه وکړه او یو ځل بیا يې د لادرکه خلکو عدالتونو ته وړاندې کولو، سیمه د ماینونو څخه پاکولو او د روغې جوړې د یو کمیشن جوړولو غوښتنه وکړه. ځېنو نړیوالو مطبوعاتو په دغه اړه راپورونه خپاره کړه خو د پاکستان میډیا په دغه اړه خاموشه پاتې شوه پر دې د کرښې پر غاړه کې بحث کوو.
کوربه شاهین بونیری دی.