د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا مرستياله وزيره اېلس وېلز د پاکستان په سفر ده.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياندې عايشه فاروقي د جنورۍ پر ۱۹ مه نېټه ويلي چې اېلس وېلز به له پاکستاني چارواکيو سره د دواړو هېوادونو په دوه طرفه اړيکو خبرې وکړي.
نوموړې د هند او سريلنکا تر سفر وروسته د يکشنبې پر ورځ اسلام اباد ته ورسېده او د جنورۍ تر ۲۲مې نېټې پورې به هم هلته وي.
اېلس وېلز د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د واشنګټن تر سفر سمدستي وروسته اسلام اباد ته تللې ده.
کارپوهان وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خرابې اړيکې اوس ورو ورو مخ په سمېدو دي.
تردې وړاندې امريکا پر پاکستان تور پورې کاوه چې په افغانستان کې فعاله طالبانو ته يې پر خپله خاوره پناه ځايونه ورکړي خو اسلام اباد به تل تورونه رودل.
د پاکستان پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي، د اېلس وېلز سفر څرګندوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري او شکونه اوس تر ډېره کم شوي دي.
نوموړي زياته کړه، په افغانستان کې د سولې بهير کې د پاکستان مرستې د واشنګټن او اسلام اباد د تعلقاتو په ښه کولو کې رول لوبولی دی.
داسې ښکاري چې پاکستان غواړي د خپلې خارجه تګلارې په حواله د امريکا او غرب په کېمپ کې پاته شي.ډاکټر سرفراز
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۱۶مه نېټه په ويډيويي پيغام کې ويلي ول چې طالبان له امريکا سره د موافقې لپاره په افغانستان کې تشدد کمولو ته رضا شوي دي.
د افغانستان شخړې په دې وروستيو کې د واشنګټن او اسلام اباد پر تعلقاتو ناوړه اغېز کړی خو د ځينو کارپوهانو په وينا په عراق کې د ايراني جنرال قاسم سليماني تر وژنې وروسته د ايران او امريکا ترېنګليو اړيکو د پاکستان ارزښت زيات کړی دی.
په پېښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز وايي، له ايران سره په تاوتريخوالي کې امريکا ويني چې که اړتيا وليدل شي نو ښايي پاکستان يې مرسته وکړای شي.
خو اسلام اباد وار له مخه ويلي چې د ايران او امريکا په ممکنه شخړه کې به فريق جوړ نشي.
ډاکټر سرفراز زياتوي چې له تېرو څو کالونو راهیسې داسې فکر کېده چې پاکستان ښايي د امريکا او اروپا په اړه خپله بهرنۍ تګلاره چورلټ بدله کړي او ځان ايران، چين او روس ته ورنږدې کړي.
د اېلس وېلز سفر څرګندوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري او شکونه اوس تر ډېره کم شوي دي.جنرال طلعت مسعود
خو دده په خبره له تېرې څه مودې راهیسې ليدل شوي چې په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کار ورو شوی، پاکستان له روسه پايپ لاين غځولو پر کمپنۍ اعتراض کړی او له ايرانه د ګيسو او تيلو پايپ لاين باندې هم کار درېدلی دی.
دده په خبره، له دې څخه ښکاري چې پاکستان غواړي چې د خپلې خارجه تګلارې په حواله د امريکا او غرب په کېمپ کې پاته شي.