د نقیب مسود مقدمه کې د پنځو ملزمانو د ضمانت درخواست رد شو

د نقیب الله مسود پر وژنه د احتجاج پخوانی عکس

پراګ – د پاکستان د سیند صوبې های کورټ د جنورۍ پر ۲۴مه په کراچۍ کې د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په مقدمه کې تورنو پنځو کسانو د ضمانت درخواست رد کړی دی.

په کراچۍ کې د نقيب مسود د مقدمې يو وکيل عبدالرحيم وزير د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې په دې مقدمه کې يې د مرکزي ملزم راو انور ضمانت منسوخ کولو لپاره سيند هاي کورټ کې درخواست هم جمع کړی دی.

تر دي مخکې د نقيب الله مسود د وژنې په مقدمه کې د ګواهانو بيانونه ريکارډ شوي وو.

د جنوبي وزیرستان ځوان نقيب الله مسود د ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه له درېو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په مبينه توګه په يو جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی و.

د نقیب الله مسود پلار محمد خان د کراچۍ د پوليسو افسر راو انور پرضد مقدمه درج کړې وه.

محمد خان د کينسر ناورغۍ باوجود د خپل ځوی مقدمي لپاره عدالت ته حاضريدو.

د نقيب الله مسود پلار محمد خان د تير کال په ډېسېمبر مياشت کې د کينسر ناورغۍ له وجې مړ شوی وو.

د نقیب الله مسود په مقدمه کې وکيل عبدالرحيم وزير وايي، په دې مقدمه کې د نامزد ملزمانو د ضمانت درخواست رد کولو غوښتنه يې کړي وه.

ده زياته کړه چې “ دا غوښتنه ډيره ضروري ځکه وه چې دا يو ټيسټ کيس وو. په دي مقدمه کې د ملزمانو خلاف قوی شواهد موجود وو. دا ښکاره خبره ده چې سيند هاي کورټ د شهادت په بنياد يوې فيصلې ته ورسيدل. موږ د دې فيصلی هرکلي کاو.”

عبدالرحيم وزير زياته کړه چې په دې مقدمه کې پرمختګ د نيشت برابر دی او له عدالتونو هيله لري چې دوي ته به انصاف ورکړي.

په اسلام اباد کې قانونپوه شبير حسين ګيګياڼي د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د نقيب الله مسود وژنې مقدمه به منطقي انجام ته ډېر ژر ورسيږي.

ده زياته کړه چې په دي مقدمه کې ځنډ د سرکار لخوا د ګواهانو شهادتونو نه ريکارډ کولو له وجې راغلی ده.

د ده په وینا سرکاري ګواهانو کې په ځانګړي توګه پوليس شامل دي.

د نقیب الله مسود وژنې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه راپارولي و.

همدا راز د پاکستان په رسنیو کې هم پر دې موضوع تر ډېره بحثونه شوي ول چې سپریم کورټ بيا د دې پېښې ازخود نوټس اخیستی او راو انور یې له خپلي عهدي لرې کړی و.

پښتون ژغورنې غورځنګ نه یوازې د نقیب الله مسود پر وژنه په وار وار احتجاجونه کړي بلکې د هغه په مقدمه کې انصاف غوښتل د پښتون ژغورنې غورځنګ په مهم غوښتنو کې شامل دي.