داخله وزیر د منظور پښتین پر مقدمه ناخبري وښوده

ijaz shah

دا مهال د نړۍ په ډېری برخو او د پاکستان په ګڼو ښارونو کې پښتانه د منظور پښتین د نیولو خلاف راوتلي دي خو په اسلام اباد کې د پاکستان کورنيو چارو وفاقي وزير په دې اړه ناخبري وښودله.

که څه هم اعجاز شاه د جنورۍ په ۲۸ مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې ناخبري وښودله خو زیاته یې کړه چې حکومت یې د هرې مسلې حل په سياسي خبرو اترو کې ویني.

نوموړي د منظور پښتین په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، (که يوچا مجرمانه فعل کړی وي او د قانون له مخې د سزا وړ وي نو پر هغې سمجوته نشي کېدای. زه دا نه وایم چې د منظور پرضد د رښتياو کيس دی يا څه دي؟ ما ته خو د کيس مالومات هم نشته، خو که ته دا وایې چې مزاکرات پکار دي نو دا يوزاينې حل دی او د وزيراعظم هم پر دې يقين دی.)

دا هم وګورئ: حکومت دې د پي ټي اېم ګرفتار کسان پرېږدي: امنیسټي انټرنیشنل

د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد توصيف احمد بیا وايي د وزيراعظم عمران خان حکومت د اسټېبلشمنټ يو څېره ده او پالسيانې يې هم هغه دي چې کومې د پخوانيو پوځي امرانو ايوب خان او ضياءالحق وې چې پکې د مخالفينو نيول، پر هغوی تشدد کول او لادرکه کول شامل دي.

ښتون ژغورنه غورځنګ چې د يوې غټې برخې نمايندګي کوي نو پرضد يې له کاروايانو سره به په وفاق د خلکو باور کمزوری شي.


د د ه په خبره همدغه پاليسۍ د منظور پښتين او ملګرو خلاف یې کارول کېږي خو د دې به په هېواد دننه او بهر ډېرې خطرناکې نتيجې راشي:

''له دې سره به وفاق ته ډېر تاوان ورسيږي. پښتون ژغورنه غورځنګ چې د يوې غټې برخې نمايندګي کوي نو پرضد يې له کاروايانو سره به په وفاق د خلکو باور کمزوری شي. افغانستان پرې خپل غبرګون ښودلی، کېدای شي په ملګرو ملتونو کې هم دا مسله راپورته شي او په اروپايې اتحاديې کې چې کوم پښتانه دي نو کېدای شي هغوي يې هم راپورته کړي. له دې سره به د بشري حقونو صورت حال خراب شي او د پاکستان شهرت ته به هم تاوان ورسېږي.''

همداراز څرګندونې د پاکستان پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود هم کوي.

نوموړي د جنورۍ په ۲۸ مه مشال رېډيو ته وويل پښتون ژغورنې غورځنګ چې په مسلو کې د راګېرو قبايلو استازيتوب کوي له پوځ سره يې اختلافات دي ځکه پوځ دا فکر کوي چې پي ټي اېم د دوی لپاره مشکلات جوړوي.

دا هم وګورئ: منظور پښیتن په ډېره اسماعیل خان کې زنداني شو

د ده په خبره بايد دا اختلافات د سياسي لارې حل کړل شي: ''که چېرې تاسو د قانون يا د پوځ له لارې د دوی د غلي کولو کوشش کوي نو نور هېوادونه به له دې ګټه پورته کوي او حالات به خراب شي او په ماضي کې هم موږ دا قسمه تجربه په بلوچستان کې کړې نو بايد چې ټولې مسلې په خبرو حل شي او د پي ټي اېم غوښتنو ته مثبت ځواب وويل شي. خو که چېرې دا د بدامنۍ مسله وګڼل شي او هغسې چلند ورسره وشي نو د حکومت او ولس مشکلات به زيا ت شي.''

د يادونې ده چې دپېښور یوه عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر ۲۷مه د پلټنو په موخه د ۱۴ ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره او د ده نور نیولي ملګري یې خوشې کړل.

د پېښور پولیسو دوی د جنورۍ پر ۲۷مه پیشلمي مهال نیولي ول او وايي، پر منظور پښتین یې د نقص امن په ګډون یوشمېر دفعې لګولې دي.

پښتون ژغورنه غورځنګ دريځ لري چې ټولې غوښتنې یې د پاکستان ايين په چوکاټ کې دي او په تشدد باور نه لري بلکې له سوله یيزې لارې خپلې غوښتنې منل غواړي.

د بښنې نړيوال سازمان، د پاکستان بشري حقونو کمېشن او د پاکستان زياتره اپوزيشن ګوندونو د منظور پښتين نيول غندلي او له حکومته يې غوښتي چې نوموړی سمدستي او بغېر شرطونو خوشي کړي.