اسلام اباد عدالت د بغاوت په تور نیولي کسان پرېښول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د منظور پښتين د نيولو پر ضد لر او بر احتجاجونه

اسلام اباد های کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ او عوامي ورکرز پارټۍ د نيول شويو ۲۳ فعالانو د ضمانت درخواست منلی دی.

د فعالانو ضمانت د فبرورۍ پر درېمه نېټه د اسلام های کورټ جج اطهر من الله د اورېدنې پر مهال ومنلی.

دا هم وګورئ: د پښتین په ګډون د پي ټي اېم یوه غړي قانون نه دی مات کړی: محسن داوړ


دغه فعالان هغه مهال ونيول شول چې د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د نيولو پرضد د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته مظاهره کوله.

پوليسو پر دوی د بغاوت مقدمه جوړه کړې وه خو د اورېدنې پر مهال جسټس اطهر من الله د اسلام اباد ډپټي کمېشنر ته وويل، تاسو څنګه کولای شئ چې د يوه شهري له خپل وطن سره مينې تر پوښتنې لاندې راولی؟

هغه زياته کړه چې تاسو د رياست استازيتوب کوئ او کار مو د خپلو خلکو تحفظ کول دي.

اطهر من الله مرستيال کمشنر ته وويل، تاسو او د اسلام اباد پولیسو مشر سره کښېنی او په يوه اوونۍ کې د دې خبرې ځواب په عدالت کې جمع کړئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ارمان پر کورنۍ څه تېرېږي؟


نوموړي زياته کړه چې دوی به دا خبره پرېنږدې او د دې پېښې تل ته به ځان رسوي.

اورېدنه د فبرورۍ تر ۱۰مې ڼيتې وځنډول شوه.

تر نيول کېدو وروسته دغه فعالان د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه د اسلام اباد جوډېشل مجسټرېټ ته حاضر کړل شول چې عدالت دوی د پوليسو په غوښتنه د راولپنډۍ اډياله زندان ته واستول.

دا هم وګورئ: منظور پښتين عدالت ته له وړاندې کېدو وروسته بيا زنداني شو

د پاکستان بشري حقونو سازمان (اېچ ار سي پي) د فعالينو د نيولو غندنه کړې وه.

سازمان د جنورۍ پر ۲۹مه په بيان کې ويلي وو چې داسې هيڅ نښې نشته چې احتجاجيانو دې کوم تشدد کړی وي بلکې خپرې شوې ويډيو ښکاره کوي چې پوليس له دوی سره لاس او ګرېوان دي.

په نيول شويو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ، د عوامي ورکرز پارټۍ يوه مشره عصمت شاهجهان هم وه خو دوی څو ساعته وروسته پرېښودل شول.