له وايرس وهلي چين څخه پاکستان ته پروازونه پېل شول

له چين څخه تازه ورغلي پاکستانيان

پاکستان ته له کورونا وايرس ځپلي چين څخه د پروازونو بيا پېدلېدو په لړ کې د فرورۍ په درېيمه له ارومچي او بيجينګ څخه ۱۳۰ پاکستاني او ۱۲ چيني وګړي په دوو پروازونو کې اسلام اباد ته ورسېدل.

د صحت په چارو کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکار، ډاکټر ظفرمرزا په همدغه ورځ په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې په اوهان کې د بندو پاتو زده کوونکو د برخليک په اړه وويل چې هلته د چين حکومت له طبي پاملرنې مطمينه دی.

هغه زياته کړه اسلام اباد ته رسېدلو مسافرو ټيسټونه شوي او هيڅوک پکې کرونا وايرس نه لري. نوموړي د هغو څلورو پاکستاني وګړو صحت هم مخ په ښه کېدو وباله چې په چين کې پر دې وايرس اخته شوي دي.

په چين کې څلور پاکستانيان کورونا وايرس وهلي دي. خو د هغوی صحت اوسه ښه دی او له خطره بهر دي.
ډاکټر مرزا

مرزا وويل: ((د هغوی صحت تر پخوا ښه دی او مخ په رغېدو دي. په پاکستان کې پر ۷ چينايي او پاکستاني وګړو زموږ د دې وايرس درلودو شک وو. ټيسټونه یې وشول. دوی شکر دی په دې وايرس نه دي اخته. موږ په هوايي مېدانونو ځانګړي روغتيايي ځايونه جوړ کړي او د صوبايي حکومتونو سره هم په دې لړ کې کار کوو. موږ له بهر ملکونو د کورونا وايرس د تشخیص طبي بستې اخیستې او اوس کولی شو دا ناروغي تشخيص کړو.))

کورونا وايرس په تېر ديسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راڅرګند شو. د دې هېواد له خوا خپرو شوو معلوماتو تر مخه د فرورۍ د درېيمې تر سهاره پورې، په چين کې پر دې وايرس له ۱۷۰۰۰ څخه ډېر کسان اخته شوي، له ۳۰۰ څخه ډېر ترې مړه شوي خو ۵۰۰ رغېدلي دي.

په اوهان کې د پاکستانيانو برخليک

د پاکستاني رسنيوو تر مخه په اوهان کې نيزدي۲۰۰ پاکستاني زده کوونکي شته دي. دغو زده کوونکو پر فېسبوک خپره کړې ويډيو کې غوښتنه کړې چې زر تر زره دې يې وباسي خو په بيجينګ کې پاکستانۍ سفيرې يوه ورځ مخکې وويل د احتیاط له مخې غوره دا ده چې دا زده کوونکي په اوهان کې پاتې شي ځک د هغې په وېنا که وايرس پکې وي نو هملته به يې په بهترو طبي سهولتونو کې درملنه وشي.

له کورونا وايرس د مړو شوو کسانو شمېر له درې سوو څخه زيات شوی دی

په اسلام اباد کې د چين سفير یاو جينګ د فرورۍ په درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل پاکستان ته له چينه نوي ستانه شوي خلک به د پاکستاني حکومت او چين سفارت سره رجسټرډ وي او وخت په وخت به یې څارنه کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((ښايي د دې وايرس خورېدلو تر ټولو لويه لار، د خلکو ترمنځ تماس وي نو ځکه د چين حکومت پرې بندېز لګولی دی. په ځينو ځايونو کې ټرانسپورټ ودرول شوی دی. ډېر خلک تر درملنې لاندې دي او ځيني ژغورل شوي دي. موږ کوښښ او څېړنې کوو چې د دې وايرس مخنيوي لپاره اغېزمنه درملنه راوباسو.))

ډاکټر ظفر مرزا او ياو جینګ

د صحت نړيوالې ادارې (WHO) د معلوماتو ترمخه کورونا وايرس تر ۱۴ ورځو پورې ځان نه ښيي. پر دې وايرس اخته کسان ټوخېږي، سردردي لري، بدن يې کمزوری وي او د ساه په اخیستو کې ورته ستونزې پېدا کېږي. که څه هم دا وايرس تر اوسه په زرګونو خلکو کې ښکاره شوی خو زياتره يې هغه کسان وژلي چې لا واردمخه یې سختې ناروغۍ لکه کېنسر، نفس تنګي او يا هم د سينې تکليف درلود. دې ادارې ويلي که د چا د بدن مدافع قوت زيات وي نو دا وايرس پکې پخپله ختمېږي.

د صحت نړيوالې ادارې له دې کبله په ټوله نړۍ کې بېړنی حالت اعلان کړی. ډاکټران کوښښ کوي چې د دې وايرس درملنه پېدا کړي خو لا بريالي شوي نه دي. اکثرو ملکونو چين سره په تګ راتګ بنديز لګولی او پر زياترو هوايي مېدانونو د کورونا وايرس معلومولو او مريضانو د ساتنې ځانګړي ځایونه جوړ شوي دي.