د عالمګیر وزیر مقدمه سپریم کورټ ته وړو: مزمل کاکړ

عالمګیر وزیر

لاهور هاي کورټ (د فبرورۍ پر شپږمه) د پښتون ژغورنی غورځنګ د يوه مخکښ عالمګير وزير د ضمانت درخواست رد کړی دی. نوموړی د پروسږکال ۲۰۱۹م د نومبر په مياشت کې په لاهور کې (د زدکونکیوو يواولي) په نامه لاريون کې د رياست پرضد د وينا په تور نيول شوی وو.

د لاهور سېول لاينز پوليسو د عالمګير او د نورو زدکونکیوو پرضد د نورو دفعو ترڅنګ د رياست پرضد د بغاوت مقدمه هم درج کړې وه.

عالمګير وزير د پښتون ژغورنی غورځنګ د يوه مخکښ او د قامی اسمبلی غړي علی وزير وراره دی.

د عالمګير وزير وکيل اسد جمال په لاهور های کورټ کې د ضمانت درخواست ورکړی وو.

په لاهور پوهنتون کې د زدکونکیوو اېکشن کمېټۍ مشر مزمل خان کاکړ د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې د لاهور های کورټ فيصلې پرضد به سپريم کورټ ته ځي.

ده زياته کړه:

''زموږ وکيل عدالت ته دلايل ورکړل او بيا رياستي وکيل خبرې وکړې. خو موږ ته افسوس په دې خبره راغلی، سرکاري وکيل عدالت ته وويل چې د عالمګير وزير تعلق له واڼه سره دی. دا خبره يې ډېر په حيرانګۍ سره وکړه. حکومتي وکيل بيا دا هم وويل چې عالمګير وزير د علی وزير او محسن داوړ رشته دار دی. له دې وروسته جج د فيصلې لپاره د دوو ورځو وخت راکړو. خو نن (فبرورۍ په شپږمه) د فيصلي وخت ۹ بجي وو خو په دولسو بجو يې فيصله ورکړه. جج صرف يوه خبره وکړه چې سورې (بښنه غواړمه). بله هېڅ خبره يې ونکړه.''

خو د استغاثه وکيل عدالت ته وويل چې د اډيو او ويډيويي ثبوتونو او له پلټنو دا خبره څرګنده شوې چې عالمګير وزير د رياستي ادارو پرضد ناسمې خبرې کړې دي.

د عالمګير وزير وکيل اسد جمال پر ټويټر پاڼه ليکلې چې عدالتي فيصلې مايوسه کړی دی. ده وويل، هم دغه لاهور های کورټ د تهمينه دولتانه، جاوېد هاشمي او انعام الله خان پرضد د بغاوت د مقدمو فيصلي ورکړې خو د عالمګير وزير فيصله يې ورنکړه.

کیڼ اړح ته، عصمت شاهجهان، علي وزیر، محسن داوړ، ډاکټر عالم ګل، افراسیاب خټک او بشری ګوهر

د پښتون ژغورنی غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلي اسمبلي غړي محسن داوړ مشال راډيو ته وويل چې د غورځنګ مشر منظور پښتين په ګډون د نورو غړیو راخوشېکولو لپاره په ټول هېواد کې به غونډې او لاريونونو کوي.

''د فبرورۍ په نهمه په کراچۍ او لورالايي کې جلسې کوو. بيا د فبرورۍ پر ۱۶مه په ډېره اسماعيل خان کې ولسي غونډه کوو. له دې وروسته د مارچ پر لومړۍ نېټه په چارسده کې احتجاجي جلسه کوو. دا احتجاجي جلسي به رواني وي او که چرې منظور پښتين خوشې نه شو نو بيا به غورځنګ د راتلونکې لپاره لايحه عمل جوړوي.''

دا په داسي حال کې ده چې د بښني نړيوال سازمان په جنورۍ مياشت کې په خپل کلني راپور کې ويلي وو چې په پاکستان کې د مدني ټولنو فعالانو ځورونې زياتې شوي دي او د هغوی اوازونو د غليکولو هڅې روانې دي چې د خپلو حقونو خبرې کوي.

خو د پاکستان حکومت په وار وار دا خبره رد کړې چې په هېواد کې د مدني ټولنو فعالانو ضد ګامونه پورته شوی او يا يې اوازونه خاموشه کړل شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کميشن پخواني غړی شير محمد خان مشال راډيو ته وويل چې روان دا حالت ښه نه دي.

''دا صورتحال تشويشناک دی. کوم خلک چې د پښتنو په خاوره د خپلو حقونو خبره کوي او د هغې لپاره يې پرامنه لاره خپله کړې وي او د اساسي قانون تر چوکاټ لاندې مبارزه کوي، پر هغوی باندې د ترهګرۍ او له هېواد سره د غدارۍ دفعې لګول کېږي. له دې کار سره په خلکو کې د رياست د ځينو ادارو پرضد نفرت زياتېږي او دا احساس ورته هم کېږي چې موږ په ملک کې د دوهمې درجې وګړي يوو.''

د لاهور پوهنتون زده کونکیوو ايکشن کميټۍ مشر مزمل خان کاکړ وايي، چې د عالمګير وزير د راخوشېکولو لپاره به په لاهور پوهنتون کې احتجاجي کيمپ لګوي او پرامنه مظاهرې به کوي.