په خیبر پښتونخوا او سیند کې څلو نور ماشومان ګوزڼ وهلي

تصویر له ارشیفه

په پاکستان کې څلور نور ماشومان ګوزڼ وهلی چې ورسره سږ کال یې د ناروغانو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

د روغتيا نړيوالې ادارې تر مخه دوه ماشومان د خيبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه او دوه په سيند صوبه کې ګوزڼ وهلي دي. د یادولو ده چې په ۲۰۱۹ز کال هم په ټول ملک کې د ګوزڼ ناروغانو شمېر ۱۲۴ ته رسېدلی وو.

دا هم وګورئ: غونچې د مرګ پر وخت د بچو فریاد کاوه

د ګوزڼ مخنيوي لپاره يو پخواني افسر ډاکټر ضياالدين بېګاه مشال رېډيو ته وويل چې په ماشومانو کې د ګوزن کيسونو زياتېدو لوی سبب د ګوزڼ پروړاندې پرله پسې مهمونه نه چلول دي.

نوموړي زياته کړه چې په ټولنه کې د ګوزڼ وهلیو ماشومانو د څارنې نظام کې هم نيمګړتياوې شته چې له وجې يې په ماشومانو کې د پولیو وایرس خورېږي.

بلخوا د دې يوه وجه دا هم ښودل کېږي چې په ټولنه کې اوس هم داسې خلک شته چې هغوي ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکولو ته په ښه نظر نه ګوري او هم دا وجه ده چې په وروستيو کې د ګوزڼ مخنيوي کارکوونکي بيا بيا په نښه شوي او هغوی ته یې مرګژوبله اړولې.

په جنورۍ مياشت د خيبر پښتونخوا په صوابۍ سيمه کې هم دوه ښځینه کارکوونکې ویشتل شوې وې.

د يادونې ده چې د ګوزڼ مخنيوي ادارې پروګرام په وینا چې راتلونکې کمپاین به د دې مياشتې له اوولسمې نېټې پیلېږي چې له پينځو کلونو کم هر ماشوم ته به د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي.