د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار نېږدې اووه بجې د کابل ښار پر قمبر څلور لاره یوه ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.
دوی وايي، په وژل شویو کې څلور تنه امنیتي پرسونال او دوه ولسي وګړي دي او په ټپیانو کې پینځه ولسي وګړي او پاتې هغه یې امنیتي کسان دي.
د پېښې مسولیت لا تر دې دمه هېڅ یوې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.