حافظ سعید د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې په ۱۱ کلن بند سزا

په لاهور کې د ترهګرۍ ضد يوه عدالت د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد ته د ترهګرۍ مالي ملاتړ په تور په دوو کېسونو کې ۱۱ کاله سزا واوروله.

اې ايف پي خبري اژانس د حافظ سعيد د وکيل، عمران ګيل له خولې ليکلي چې سعيد د ناقانونه ډلې د غړيتوب او غیرقانونه جايداد درلودو له امله سزا شوی دی.

د پنجاب صوبې په لاهور او ګوجرانواله کې دوو جلا جلا کښلیو مقدمو کې عدالتحافظ سعید ته د پنځ -نیم، پنځ نیم کلونو بند سزا واوروله. پر نوموړی د ترهګرۍ لپاره د چندو راټولولو او د ناقانونه ډلې غړیتوب لرلو تورونه پورې ول.

د پاکستاني قانون له مخې به حافظ سعید یوازې پنځنیم کاله په بند کې تېروي، ځکه دواړه سزاګانې پر یو وخت لاګو کېږي.

په ۲۰۱۹ ز کال د حافظ سعید په ګډون د دې ډلې یو شمېر مشران د ناقانونه چندو په راټولولو تورن شوي و، هغه وخت دوی تورونه بې بنسټه بللي ول و او ادعا یې وه چې پر پاکستان د نړیوال فشار له کبله یې پروړاندې دا مقدمه کښل شوې ده.

د حافظ سعید او نورو ملګرو پرضد یې دا مقدمه د ترهګرۍ ضد عدالتکې جوړه شوې وه، وروسته دوی د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۱۷ د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې ونیول شول.

د پنجاب ترهګرۍ ضد عدالتپه وینا د جماعت الدعوة، لشکر طیبه او فلاح انسانیت ټولنو د چارو په اړه پراخې څېړنې پيل شوي دي. عدالتویلي: "دې ډلو د ترهګریزو کړنو لپاره چندې راغونډې کړې او بیا یې په دې چندو شتمنۍ ګټلې دي او هغه شتمني یې بیا د ترهګریزو کړنو لپاره د نورو چندو په راغونډولو کارولي دي. "

د تېر میلادي کال په مارچ میاشت کې پاکستان جماعت الدعوة ډله ناقانونه اعلان کړه.

حافظ سعید له دې وړاندې هم په ورته تورونو کې نیول شوي و، په ۲۰۱۴ کې امریکا د حافظ سعید جماعت الدعوة ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله کړه، هغه چاته د لس ملیونه ډالرو انعام ورکولو اعلان هم کړی و چې د حافظ سعید په اړه معلومات ورکړي.

له هغه وروسته پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۵ کال جنورۍ کې وویل، د جماعت د جماعت الدعوۃ په ګډون یې د هغو ټولو تنظیمونو شتمنۍ کنګل کړې چې ملګرو ملتونو ترهګرې ډلې بللې دي، خو د حافظ سعید په تړاو د پاکستاني چارواکو پخوانی دریځ دا و چې ''د دوی خلاف د پاکستان محکمو کې هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې او یا داسې هېڅ ثبوت نه شته، چې دوی په ترهګرۍ کې لاس لري.''

حافظ سعید له دې مخکې هم څو ځله کور کې نظر بند شوی دی. د ۲۰۱۷ کال جنورۍ کې نوموړی لاهور کې نظر بند شو او د شنونکو په وینا لامل یې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې (فاینانشل اېکشن ټاسک فورس) له تور لېسټه د پاکستانيو چارواکو ځان ژغورنې هڅه وه.

له هغه مخکې ۲۰۰۸ کال کې د هند ممبۍ کې له بمي بریدونو وروسته هندي چارواکو پر نوموړي هغو بریدونو کې د لاس لرلو تور پورې کړ او پاکستان د ۲۰۰۸ کال په دسمبر کې حافظ سعید نظر بند کړ.

چارواکو د نوموړي د تنظیم دفترونه هم تړلي وو، خو په ظاهره یې د نظر بند کېدو لامل د ملګرو ملتونو له لوري پرې لګېدلي بندیزونه وبلل شول.