پراګ: د پاکستان کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه ویلي چې حکومت به د عزیز میمن د وژنې په اړه بې طرفه او شفافي پلټنې کوي.
د پاکستان سرکاري راډیو د اعجاز شاه له خولې لیکلي چې د هغه په وژنه کې ککړو ته به سخته سزا ورکوي.
تر دې وړاندې په قومي اسمبلۍ کې هم د عزیز میمن د وژنې په اړه بحث وشو او د اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وویل چې تر قانوني سلا مشورو وروسته به د پلټنو لپاره کمېټۍ جوړوي.
په نړۍ کې د خبریالانو خوندیتوب ادارې – بې پولې خبریالانو – هم د پاکستان پر مرکزي او صوبايي حکومت غږ کړی دی چې زر تر زره دې د عزیز میمن وژونکي ونیسي او هغوي ته دې سزا ورکړي.
دا له هغه وروسته ده چې د سیندۍ ژبې ټېلېوېژن کې ټي این او ورځپاڼې کاوش خبریال عزیز میمن د فرورۍ پر ۱۵مه د سیند په مهرابپور کې وژل شوی وو.
عزیز میمن د فرورۍ پر ۱۵مه په سوفاني ساتو نومي کلي کې له ملګرو سره د لیدو لپاره له خپل کوره وتلی وو او وروسته یې په ګوردو نومي لښتي (نهر) کې مړی وموندل شو.
د - کې ټي این – ټېلېوېژن خبري څانګې مشر مصطفی جروار د فرورۍ پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې دوی له وفاقي او صوبايي حکومته د پاکو پلټنو غوښتنه کوي.
''د پرمختللې ټیکنالوژۍ وخت دی، هر څه شته او د پلټنو ډېر ښه افسران هم موجود دي نو هغوی د یې پلټنې وکړي او وړاندې دې کړي چې په دې کې د چا لاس وو او هغوی ته دې سزا ورکړي او دا ځکه ضروري ده چې په خبریالانو کې د خپرې شوې وېرې ختمولو لپاره باید په هر صورت د دې پېښې کره پلټنې وشي.''
عزیز میمن له تېرو شاوخوا ۲۵ کالو راهیسې د سیند له مهرابپور سیمې څخه له – کې ټي این – او کاوش نومي ورځپاڼې سره د خبریال په توګه کار کاوی.
په پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره د کارکونکې ادارې – فریډم نیټ ورک – مشر اقبال خټک مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه په پاکستان کې د وژل شوي یوه خبریال قاتلانو ته سزا نده ورکړل شوې.
''په پاکستان کې تر اوسه تر سلو زیات خبریالان وژل شوي دي او په هغوي کې یوازې د درو خبریالانو په وژنه کې لاس لرونکي په ګوته شوي او ځینو ته پکې سزا اورول شوې خو عمل پرې ندی شوی نو موږ دا ویلای شو چې تر اوسه د هیڅ یوه خبریال قاتلان نه دي سزا شوي.''
نه یوازې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې ادارو په وار وار پر پاکستان غږ کړی چې د خبریالانو ژوند خوندي کړي بلکې د پاکستان حکومتونو هم په بیا بیا ویلي چې دوي د بیان پر ازادي باور لري.
خو اقبال خټک وايي ، په پاکستان کې خبریالان ځکه وژل کېږي چې د ده په وینا ، په خپله پاکستانی ریاست له زړه د مطبوعاتو پر ازادۍ باور نه لري.
''پلټنې په منظمه طریقه نه کېږي او چې په منظمه طیقه پلټنې ونه شي نو ثبوت نه وي او عدالت یو چا ته د سزا ورکولو لپاره ثبوت غواړي ، دوiمه دا چې مطبوعاتي ادارې په دې اړه خپلې زمه وارۍ په سیمه توګه نه پوره کوي او درېمه دا چې زموږ د پاکستان ریاست په خپله له زړه د مطبوعاتو پر ازادي باور نه لري.''
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې – کمېټۍ ټو پروټکټ جرنلسټس – د ۲۰۱۹م کال د رپورټ له مخې ، پاکستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې پر اتم نمبر دی چې د خبریالانو وژونکو ته سزا نه ورکول کېږي.