پاکستان کې په شپږو نورو ماشومانو کې د ګوزڼ د ناروغۍ پخلی شوی دی چې له دې سره سږ کال په دغه ملک کې د ګوزڼ ناروغانو شمېره شپاړسو ته رسېدلي ده.
د ګوزڼ مخنیوي څانګي تکنیکې مشر ډاکټر ندیم جان د ګل په ورځ مشال رېډیو ته وویل چې په نوي ګوزڼ وهلیو ماشومانو کې څلور د خېبر ضلعې دي: ''د خېبر په څلورو، د نوښار نه په یو او د راولپنډۍ نه هم په یو ماشوم کې د ګوزڼ وایرس موندل شوی دی او دا د پي دوهم په نوم خور شوي ګوزڼ وایرس وهلې دي. دغه ماشومانو ته د وایرس مخنیوي لپاره د ګوزڼ پېچکاري نه وه وهل شوې، د پېچکارۍ له لارې د ګوزڼ واکسین په ماشومانو کې د ګوزڼ د درې واړه قسمونو د مخنیوي قوت مدافعت جوړوي.''
د خېبر پښتونخوا د حفاظتي ټېکو او واکسینو د څانګي مشر ډاکټر سلیم وايي د حکومت له اړخه د ګوزڼ پرضد کوټلې تګلاره جوړه شوې ده خو پکار ده مور پلار هم د دې ناروغۍ نه د خپلو ماشومانو ژغورلو لپاره خپل کردار ولوبوي چې هېڅ یو ماشوم د ګوزڼ مخنیوي د څاڅکو او د ګوزڼ مخنیوي ټیکو څخه ه بې برخې پاته نه شي: ''حکومت تر خپله وسه د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي لپاره خپله پوره هڅه کوي، د روغتیا محکمه په وړیا توګه ولس ته د ګوزڼ مخنیوي واکسین رسوي. روغتیا کارکوونکې د ګوزڼ څاڅکې هر کور ته رسوي، خو که مور پلار خپلو ماشومانو ته د ناپوهۍ له وجې دا نه ورکوي او له دې نه انکار کوي نو هم د مور پلار د غیر ذمه وارۍ له وجې ماشومان معذوره کیږي.''
پروسږ کال په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ټول ۱۳۴ کېسونه مخې ته راغلي ول چې پکې ۹۱ د ګوزڼ وهلیو ماشونو تعلق د خېبر پښتونخوا ول. چارواکو ویل پروسږ کال د پېښور په ماشوخېلو کې د ګوزڼ څاڅکو پرضد د پروپاګند له وجې د ګوزڼ ضد کمپاینونو ته ډېر زیان رسېدلې وو او د ګوزڼ واکسینو نه د انکاري میندو او پلرونو شمېره هم زیاته شوې وه.
د افشا اپرېدۍ په نوم د ګوزڼ له وجې ۲۳ کلونه وړاندې یوه متاثره شوي ماشومه چې اوس لویه شوي ده. دې مشال رېډیو ته وویل، د ګوزڼ ناروغۍ له وجې یې ژوند ډېر متاثره شوی دی. هغه وايي پکار ده ټولې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکړي دي: ''هغه میندي او پلرونه چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي نه ورکوي نو هغوی ته زه دا پېغام ورکوم چې د ماشومان لپاره دا واکسین ډېر مهم دي، اوس زه یوه جینۍ یم او زه دغه ناروغۍ په پښو معزوره کړې یم، نو زه له سختو کړاوونو سره مخامخه یم که سکول ته ځم یا بهر ګرځم نو ماته ډېره ګرانه وي.''
دا مهال په نړۍ کې یواځې په پاکستان او افغانستان کې دا ناروغي نه ده ختمه شوې او د نړۍ نور ټول هېوادونه ترې پاک ګرځول ګرځول شوي دي.