نړۍ کې د کورونا وایرس خورېدو ویره زیاته شوې

د چین په یوه روغتون کې د کورونا وایرس ناروغان.

د کورونا وایرس د خورېدو ویرې له کبله د ایران، اټلي او جنوبي کوریا په ګډون ځینې نور هېوادونه د دې مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.

دې وایرس په چین کې له ۲۶۰۰ زیات کسان وژلي دي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه افغانستان، عراق، بحرین، کویت او عمان کې هم د کورونا وایرس لومړني کیسونه رپورټ شوي دي او وویل کېږي چې دا ټول کسان په ورستیو کې له ایرانه ورغلي ول.

له چین بهر د کورونا وایرس له کبله تر ټولو زیات کسان په ایران کې مړه شوي دي.

د ایران نیم سرکاري خبري اژانس اي اېل اېن اې ویلي چې په مرکزي ښار قوم کې د کورونا له وجې ۵۰ تنه مړه شوي دي خو د روغتیا مرستیال وزیر ایراج حریرچي دا راپورنه رد کړي او خبري غونډې ته یې ویلي چې په ایران کې تراوسه په ۶۱ کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی چې پکې ۱۲مړه شوي دي.