په افغانستان کې د کورونا وایرس د خطر درجه ټیټه ده

افغان چارواکي وايي، په هغه هېواد کې د کورونا وایرس د خطر درجه ټیټه ده.

دا خبره، د ننګرهار د عامې روغتیا مشر ډاکتر نصیر احمد درانې د فبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وکړه.

په افغانستان کې د کورونا وایرس یوازینۍ پېښه په هرات کې ثبت شوې.

هرات له ایران سره پر پوله پروت دی.

په نړۍ کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې