په اسلام اباد کې "عورت" او "حیا" لاریونونه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مارچ پر اتمه د پاکستان د نورو ښارونو په څېر په اسلام اباد کې هم د پرېس کلب مخې ته د "عورت ازادي مارچ" په نوم لاریون وشو. له دې سره د مذهبي ډلو "حیا واک" هم په څنګ کې روان وو. خو دا غونډې هغه وخت ګډې وډې شوې چې د عورت مارچ مشرانو په وینا د حیا واک پلویانو ورباندې کاڼي وورول. خو د حیا واک پلویان وايي، لومړی مخالف لوري کاڼي وویشتل. نور په ویډیويي رپورټ کې.