د مشال راډيو د دې اونۍ په "ځوانانو غږ" خپرونه کې د کورونا وايرس د خپرېدو په مخنيوي کې د ځوانانو رول ته کتنه شوې ده.
يو شمېر ځوانانو مشال راډيو ته ويلي چې تر هر بل وخت دا مهال د ځوانانو رول ډېر مهم دی چې د ټولنيزو رسنيو او نورو لارو په خلکو کې پوهاوی پېدا کړي چې څنګه به ځان او نور خلک له کورونا وايرسه ژغوري؟
دوی دا هم وايي چې ځوانان بايد هغو خلکو ته مرستې ورسوي چې دا مهال قرنطين دي. د دوی په وينا بايد ځوانان په کورونو کې خپلو زدکړو او ورزشونو ته دوام ورکړي.
د خپرونې ګډونوال، په پېښور کې مدني فعاله قندي ساپۍ، په لندن کې د ټولنيزو رسنيو فعال ضيا الله همدرد او د پېښور اسلاميه کالج د کرکټ لوبډلې روزونکی علي هوتي دي.
د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی. دا خپرونه تاسو لاندې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.