د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د اخیستل شويو ګامونه له مخې دا وخت د نړۍ په مليونونو کارکوونکي د دفتر پرځای له کورونو څخه کار کوي.
خپل کور د دفتر په توګه استعمالول د کار کولو يو نوی کلتور رامنځ ته کړی دی خو د ځينو لپاره دا يو ننګونکی عمل دی او ځينو نورو ته بيا ډېر ګټور ښکاري.
د مشال راډيو په دې بحث کې جاج اخيستل شوی چې د دفتر کار پر کور کولو ګټې او تاوانونه څه دي او پر کور د دفتر د کار کولو پر مهال کومې خبرې په پام کې نيول پکار دي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.