کورونا وايرس: په ولسي پوهاوي کې د اداکارانو رول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

که څه هم کورونا وايرس د يوې نړيوالې وبا بڼه خپله کړې خو په افغانستان او پاکستان کې ځېنې خلک اوس هم د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره اړين ګامونه نه پورته کوي. د کوويډ ۱۹ په نوم د دې وايرس د مخنيوي لپاره که يو خوا حکومتونه او ډاکټران ولس ته لارښوونه کوي نو بلخوا يو شمېر اداکارانو هم د ولس د پوهاوي لپاره کمپاين پيل کړی دی. احمد شاه اعظمي په کوټه کې د ټېليويژن له نامتو اداکارانو ايوب کوسو، اصل دين خان او امان الله ناصر سره خبرې کړې او د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې يې د دوی د هلو ځلو په اړه پوښتلي دي.