په کورونا ځپلو هیوادونو کې ژوند څنګه روان دی؟

د اټلي یو عکس

پراګ - د چین هیواد له ووهان ښار څخه پیل شوي‌ کورونا وایرس تر اوسه د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې خپور شوی دی خو یو شمېر هیوادونه یې ډېر ځپلي دي.

په دې هیوادونو کې تر ټولو اټلي ، سپېن ، فرانس او امریکا زیات ځپل شوي دي.

په دې هیوادونو کې حکومتونو ښارونه تړلي‌ او خلکو ته یې امر کړی چې په کورونو کې و اوسي‌.

د کورونا وایرس په ډېر ځپل شوو هیوادونو کې پښتانه هم مېشت دي. د مشال راډیو خبریال بوریوال کاکړ د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې له مېشتو پښتنو سره غږېدلی او له هغوي پوښتلي‌ چې کورونا وایرس یې ژوند څومره اغېزمن کړی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ