په جنوبي‌ وزیرستان کې ماین چاودنې څلور ماشومان ټپي‌ کړي‌

جنوبي وزیرستان

په جنوبي وزيرستان کې د اپرېل پر پنځمه په مځکه کې ښخ کړل شوي بم چاودنې ۴ ماشومان ژوبل کړي دي.

د سيمي انتظامي مشر حميد الله جان خټک، مشال راډيو ته وويل چې دا پيښه په شکئ کې شوې.

نوموړي‌ زياته کړه چې ماشومان سرسری زخميان شوي او کورونو ته ستانه شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په جنوبي وزيرستان کې په ماين چادونو کې تر اوسه ۱۲۵ کسان مړه يا معذوره شوي دي. په دي کې زیاتره ماشومان دي.

په سيمه کې ځاي اوسيدونکې له ډيرې مودې راهيسي له حکومته غوښتنه کوي چې د ځمکې لاندي بمونو شنډولو لپاره اقدامات وکړي.