تودې اوبه څکل، پیاز خوړل یا د ګرمو اوبو بخار د کورونا مخه نيوای شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کورونا وايرس د مخنيوي يا درملنې په اړه عامو خلکو ځينې داسې خبرې مشهوره کړې چې د ډاکټرانو په وينا هيڅ ساينسي اساس نلري. په دې کې تودې اوبه څکل، ځینې سبزيانې خوړل او د اېشېدلو اوبو بخار اخيستل شامل دي. د هم دغو خبرو سپناوی د مشال راډیو خبريال عبدالحي کاکړ په کوټه کې د فاطمه جناح چیسټ او جنرل هسپتال د سينې او نري رنځ ناروغيو څانګې مشر ډاکټر شېرين خان سره په ويډيويي مرکه کړی دی.
د کورونا وايرس د مخنيوي يا درملنې په اړه عامو خلکو ځينې داسې خبرې مشهوره کړې چې د ډاکټرانو په وينا هيڅ ساينسي اساس نلري. په دې کې تودې اوبه څکل، ځینې سبزيانې خوړل او د اېشېدلو اوبو بخار اخيستل شامل دي.
د هم دغو خبرو سپناوی د مشال راډیو خبريال عبدالحي کاکړ په کوټه کې د فاطمه جناح چیسټ او جنرل هسپتال د سينې او نري رنځ ناروغيو څانګې مشر ډاکټر شېرين خان سره په ويډيويي مرکه کړی دی.