له کوټې تر پېښوره ډاکټران له کورونا وایرسه د ژغورنې وسایل غواړي

کوټه کې ډاکټران د احتجاج پر مهال (ارشيف)

د کوويډ ۱۹ په نوم د نوي کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د نړۍ بېلا بېلو حکومتونو او روغتياپالانو بېلا بېلې لارې چارې خپلې کړې دي. خو د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ډاکټران وايي چې له دې وايرسه د ځان ژغورلو لپاره دوی اړين وسايل نه لري چې د ناروغانو د کتنې پر مهال يې وکاروي.

د پاکستان د دې دواړو صوبو ځوانو ډاکټرانو په دې اړه نه يواځې اوس احتجاج کړی بلکې تر دې وړاندې يې هم د وسايلو د نشتوالي او نورو غوښتنو لپاره وخت په وخت احتجاجونه کړي دي.

احمد شاه اعظمي د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو د اتحايې له مشر ډاکټر ياسر اڅکزي او همدا ډول د خېبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو د اتحاديې له مشر ډاکټر رضوان کونډي سره خبرې کړې او د دوی د هلو ځلو په اړه يې پوښتلي دي.

خپرونه لاندې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کورونا وايرس: د خېبرپښتونخوا او بلوچستان ډاکټران وايي اړين وسايل نه لري