پنجاب کې به روزانه د ۵۰۰۰ کسانو کورونا وایرس ټیسټونه کوو: یاسمین راشد

د پنجاب روغتیا وزیره ډاکټره یاسمین راشد وايي په صوبه کې د کرونا وایرس تیسټونو صلاحیت زیات کړل شوی دی او په راتلونکي اوونۍ کې به روزانه د ۵۰۰۰ کسانو د کرونا وایرس ټیسټونه کیږي.‌

د مشال ریډیو خبریالې ملیحه امیرزاده په ځانګړی مرکه کې له هغې پوښتلي که پاکستان ته وکتل شي نو د نورو هیوادونو پرتله دغلته د کرونا وایرس کېسونه کم دي.‌ ایا د کمو کېسونو مانا واقعا کم کېسونه دي که نه د دې دا مطلب دی چې دغلته ټسټونه کم کیږي.‌ تاسو به څه وايئ؟

ځواب: زما په فکر په تېرو دوو دریو ورځو کې خو د ټیسټونو شمیر ډیر سېوا کړل شوی دی. زیاتره کېسونه چې موږ سره را روان دي هغه زیات هغه کسان دي چې قرنطین کړل شوي دي‌ لکه د تبلیغي ډلې کسان یا بیا هغه کسان چې له بهره راځي، نو زیاتره مثبتې پېښې په هغو کې را روانې دي. د ځايي‌ خلکو په سطح وایرس له یوه نه بل ته انتقالیدل اوس هم نسبتا کافي‌ کم دي.‌ په پنحاب کې د هغوی شمیر اته څلویښت دی. باقي پاتی هغه خلک دي چې د هغوی د سفر تر څنګ له دې یې پته معلومیږي چې له چا چا سره یې لیدلي‌دي. نو که وکتل شي نو دا وخت واقعا د کېسونو شمېر کم دی.‌د هغی یوه وجه دا ضرور ده چې د ټیسټونو شمېر کم دی.‌ خو په پنجاب کې موږ تر دیرشو زرو زیات ټیسټونه کړي دي‌. نو امید دې چی انشا الله دا شمېر به ډېر نه سېوا کیږي.‌لاک ډاون سره موږ ته ضرور فایده شوی ده. اصل مسله به هله وه که د وایرس خوریدل زیات شوي وو.‌

یوه بله پوښته. له حکومت سره داسې څه طریقه کار شته چې په بنیاد یې د زیات نه زیات ټیسټونه وکړل شي. ایا دومره ټیسټ کټونه شته چې ورسره یې د زیاتو کسانو ټسټونه ممکن وي.‌

ځواب.‌ یو خو موږ د هرې ورځې په بنیاد د ټیسټونو شمېر تر دریو نیمو زرو سیوا کړی دی. راتلونکی اوونۍ به دغه شمېر ۵۰۰۰ ته سیوا کړل شي نو زما په فکر دا کافي ښه شمېر دی. نور چې د چا د ټیسټ ضرورت وي نو و به یې کړو.

سوال: باقي طبي سامان تاسو ګڼئ‌ چې هغه هم کافي‌دی؟‌

څواب‌: هو. چې څومره مریضان تر اوسه راغلي دي او که په راتلونکي کې هم داسې وي نو زما به فکر دا هم یو ښه صورتحال دی.‌

سوال: د راتلونکو ورخو لپاره د حکومت لایحه عمل څه دی؟

ځواب: تر اوسه خو د اپریل تر ۱۴می به په مکمله توګه لاک ډاون وي.‌ تر هغې وروسته به په لاک ډاون کې په نرمي راوستو باندې غور کیږي.‌ حکومت به د کېسونو شمېز ته ګوري نو وروسته به څه فیصله کوي.‌

سوال: د لرې پرتو یا کلیوالو سیمو لپاره تاسو څه سټراټیژي لرئ‌؟‌

ځواب: زما په فکر سټراټیژي مو د ټولو لپاره یو شان برابر ده. موږ د سماجي فاصلو ساتلو ، زیات نه زیات د لاسونو مینځلو خبره کوو او وایو چې د ټولو دې حفاظت وکړل شی او له کوره بهر د وتلو څخه ډډه وشي.‌دا د کلیوالو سیمو لپاره دي‌او انشالله امید دی چې په دې سره به کافي حد پوری ( پر وایرس) قابو و موندل شي.