د کورني تاوتريخوالي کمولو لپاره د ملګرو ملتونو لارښوونې

هرات، افغانستان: يوه مېرمن ډوډۍ پخوي

ملګري ملتونه وايي د کورونا وايرس د خورېدو مخنيوي لپاره خلک په کورونو ناست دي چې له وجې یې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی نیزدي ۳۰ فېصده زیات شوی دی.

د روغتيا نړيوالې ادارې ويلي‌چې په ځينو هېوادونو کې په کورونو کې د ښځو سره توپيري چلند کېږي، د کور ډېر کارونه پرې تپل شوي، آن د صابن د استعمال حق نه لري او روغتيايي خدمتونه ورته نه دې برابر شوې.

د ښځو حقونو لپاره کار کوونکې ادارې،‌ يو اين وومين ويلي ‌چې د مارچ له میاشتې راهیسې په بېلابېلو هېوادونو کې په کورونو کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوای ډېر شوی دی.

په کورونو د خلکو پاتې کېدو له وجې ذهني فشار ډېر شوی چې تشدد ته یې لار جوړه کړې ده. سړي دې د مېرمنو سره توپيري چلند نه کوي او د کور په کار کې دې ورسره برخه واخلي
ملګري ملتونه

دا اداره هره ورځ پر سوشل ميډيا او خپل ویب سايټ په دې اړه معلومات ورکوي خو تفصيلي راپور یې د اپرېل د نهمې دی چې پکې ویلي یې دي په فرانس،‌ امريکا،‌ کينيډا، سينګاپور، سايپرس، ارجنټاین، جرمني، سپېن او برتانيه کې کورنی تاوتريخوالی له دېرش فېصدو څخه تر درې دېرش فېصدو پورې زیات شوی دی.

په ډېرو هېوادونو کې په دې اړه د حکومتونو له خوا ملګرو ملتونو سره شمېرې نه دې شريکې شوې نو ځکه هلته د کورني تاوتريخوالي کره شمېر نه دی معلوم.

د کورني تشدد زياتېدو لامل د کورونا وایرس له وجې په کورونو د خلکو پاتې کېدل او په دې وخت کې د ذهني فشار زياتېدل یاد شوي دي. همداراز روغتيايي سهولتونو د لاس رسي نه درلودل، په کورونو کې د ښځو ډېر کار کول او د هغوی په وړاندې تعصب پالنه د کورني تاورتريخوالي د زياتوالي نور دلايل دي.

د ملګرو ملتونو د روغتيا ادارې (ډبليو، ايچ، او) پر خپل ويب سايټ خپرو کړو معلوماتو کې ويلي چې په بيړنيوو حالاتو کې ذهني فشار يا سټريس په کورونو کې د ناسمو پرېکړو سبب کېږي. د دې ادارې په وېنا دا د حېرانۍ خبره نه ده چې په داسې حالاتو کې دې ذهني فشار زيات شي خو زياته کړې یې ده چې دا د دې مانا نه لري چې خلک دې تشدد شروع کړي. ډبليو ايچ او لارښوونه کړې چې کورنۍ دې په ښه طريقه د خپل وخت تېرولو لپاره هغه کارونه وکړي چې دوی خوشاله ساتي.

د مثال په ډول په شريکه د فلم کتل، د خپلو خپلوانو سره په ټيليفون خبرې، د ماشومانو سره ساعت تيري، رسمونه يا کومه بله مشغله کول او همداراز کره معلومات تر لاسه کول مو له ذهني فشاره ساتلی شي. همداراز ويل شوي چې ښځې او سړي دې د کور له کارونو واخله د ماشومانو سره د سبق ويلو چارې په شريکه پر مخ يوسي.

د حامله يا امېدوارو ښځو بايد خاص خيال وساتل شي. ستونزې او اندېښنې دې د جنجالي بحث نه بلکې د مکالمې په شکل شریکې شې
ملګري ملتونه

ډبليو ايچ او ويلي چې د کورونا وايرس يا بل هر بحراني حالت په وخت دا عادي خبره ده چې خلک وويريږي. خو د دې وېرې د کمولو او ختمولو لپاره دې خلک د يو بل سره خبرې وکړي. دوی دې خپلې اندېښنې د جنجالي بحث پر ځای په ښه طريقه د مکالمې په شکل د يو بل سره شریکې کړي.

د روغتيا نړيوالې ادارې زياته کړې چې په کورني تاوتريخوالي کې زياتوالی له دې کبله راغلی چې په ډېرو هېوادونو کې ښځې د کور خيال ساتي. دوی د ماشومانو خدمت کوي او اوس یې چې د کورونا وایرس له وېرې نارينه پر کورونو ناست دي، د ښځو کار زیات شوی دی. ځينې ښځې له کوره د دفتر کار هم کوي او ورځنۍ چارې هم پر مخ بيايي. د ملګرو ملتونو په وېنا ښځه او سړی دې په شريکه د کورنۍ بوج اوچت کړي.

د ملګرو ملتونو يوې بلې ادارې،‌ يونیسيف د اپرېل په دولسمه وويل چې د کورونا وایرس د بحران په مهال پر انټرنيټ هم د جينکو ځورول زيات شوي دي. دې ادارې پر خلکو غږ کړی چې انټرنيټ دې په ذمه وارۍ استعمال کړي او ښځې دې نه ازاروي.

د روغتيا نړیوالې ادارې ويلي‌چې په کورونو کې دې د امېدوارو يا حامله مېرمنو ځانګړی خيال وساتل شي. دې ادارې له دغسو مېرمنو غوښتي چې خپل روزمره ژوند ته دې د نور کله په شان دوام ورکړي‌ خو لاسونه دې مسلسل په صابن ومينځي، صحي خواړه دې وخوري، له خلکو دې فاصله وساتي او کله چې بهر ووځي نو ماسک دې وکاروي. همداراز دې ادارې ويلي‌چې شيدي ورکوونکي مېندې کولی شي خپلو بچو ته د شيدو ورکول روان وساتي خو دوی بايد د دې کار په وخت خوله او پوزه پټه وساتي يعنې ماسک دې وکاروي. همدارز د شيدو بوتل دې د اوږد وخت لپاره ښه ومينځي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کورونا وایرس د ناروغانو نرسه خپل کار څنګه کوي؟